|
شاعر اميرزى په اوومه سټوډيوکې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا اوونۍ مو وتلى شاعر نواب اميرزى اوومې سټوډيوته رابللى دى. ښاغلى اميرزى په ۱۳۴۶ کال کې دخوست دټنيو د درگى منځني ښوونځي ته شامل شو. په ١۳٥٧ کې د رحما ن بابا له عالي ليسې فارغ شواودکرنې پوهنځي ته بريالى شو. هغه يې شپږمياشتې ولوستله اودخپل لياقت له برکته بهرته دلوړوزده کړولپاره دپيلوټى په رشته کې پخواني شوروي اتحاد ته وليږل شو. پيلوټي يې داوکراين په جمهوريت کې شپږمياشتي ولوستله ، خودغوږستونزه ورته پيدا شوه اوله دې رشتې ووت اواقتصاد ته بدل شوچې پدې برخه کې يې ماستري ترلاسه کړه. بيرته خپل هيوادته ستون شواود اوبواوبريښنا په وزارت کې يې کار کاوه. وروسته چې حالات کړکيچن شول بيا له هيواده ووت او اووه کاله يې په دوبۍ کې په مساپرى کې تيرکړل. په پرديسۍ کې يې هم زيات شعرونه ليکلي دي اوددوبۍ سفرنامه يې هم چاپ شو. دحالاتوپه ښه کيدوسره بيرته خپل هيواد ته ستون شواودبيړنۍ لويې جرگې وکيل شو. له ١٣٨١ کاله راهيسې په خوست کې دتجارت داتاق ريس دى اودخوست په پوهنتون کې دښوونکي په توگه هم افتخاري لوست ورکوي. دهيواد تکړه سندرغاړويې له شعرونوسندرې جوړې کړې دي لکه مقرى چې وايي: شيرينه ياره کله به خپل وطن ته درشم همدا شان سندرغاړوخيرمحمد خندان، محمدالله کټوازى،نغمې اونورويې شعرونه پخپلوسندروکې پيلي دي. دښاغلي اميرزي زيات شعرونه له وطن سره مينې ته ځانگړي شوي دي اودوطن ناخوالوتل ځورولى دى، لکه چې وايي: دا اخترونه زموږله کلي مرورتيريدل---داډيرکلونه څه به لراوڅه به برتيريدل.. ډيرناچاپ شوي اثارهم لري چې يوه شعرې ټولگه اوشپږنثري کتابونه دي. له شاعر نواب اميرزي نه په اوومه سټوډيوکې پوښتنې وکړى اودزړه خواله ورسره وکړى د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې . که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د برېښناليک پته ده: [email protected] او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شئ . د SMS شمېره ده: 00447786208888 |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||