ولي عبدالله د پروگرام وړاندې کوونکى |  |
| | اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
زاهد خان زاهد د ښاغلي عبدالله زوى پر ١٣٥٦ ل ل کال د لغمان ولايت د تيرگړيو په کلي کې زېږېدلى چې اوسمهال په جلال آباد ښار کې اوسېږي. زاهد خان خپلې لومړنۍ زده کړې په تجروبوي ښوونځي، ثانوي يې د ننګرهار په عالي لېسه او پاتې يې د فارميسۍ په رشته کې د ننګرهار د عامې روغتيا په چوکاټ کې ترسره کړي دي. زاهد خان چې د څلورو کوچنيانو پلار دى، له فلمي نړۍ سره يې له پخوا مينه لرله چې همدې مينې دې لوري ته راکش کړ. هغه لېواله و چې په فلم کې خپله وړتيا او استعداد وښيي. نوموړي په کال ١٣٨٣ کې د ( بې اجله مرگ ) په نوم په يو افغاني هنري فلم کې ګډون وکړ او تر هغې وروسته يې د دوران، انتظار، سره لمبه، مينه او سزا او ستا لپار فلمونو کې د فلم د هلک په توگه خپل هنر ليدونکو ته وښود. احسان او نېمگړې مينه د زاهد خان راتلونکې فلمونه دي چې ژر به جوړ او نندارې ته وړاندې شي. په فلمونو کې د رول لوبولو تر څنگ زاهد خان يو درملتون هم لري چې خپل پاتې وخت هلته تېروي. نوموړى له خپلې ټولنې، کلتور او خلکو سره بې کچه مينه څرګندوي خو د زاهد خان د فلمونو يو شمېر ليدونکي هغه په دې تورنوي چې په فلمونو کې د پردي لباس د کارولو ترڅنګ د پرديو فلمي ستورو پېښې کوي او د فلمونو ډېرې برخې يې د افغاني او پښتني کلتور خلاف دي، خو زاهد خان بيا وايي چې هڅه کوي په پښتو فلمونو کې د هنر جوهر پيدا کړي او د فلمي ارزښتونو لاره خپله کړي. د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د بريښنا ليک پته ده: [email protected] او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 |