BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:40 گرينويچ 2009 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو

ښاغلی پوهنمل محمود نظري
پوهنمل محمود نظري له ۱۳۶۰ کال راهيسی د ادبياتو (طنز او کيسو) په برخه کې ډيری ليکنې کړی دی
د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه په طنز ليکلو کې پيژندل شوى نوم ښاغلی پوهنمل محمود نظري دی.

پوهنمل محمود نظري د کابل د محمود هوتکي له ښوونځي وروسته په (١٣٥٤) کې له حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی او په (١٣٥٨) کال کې دکابل له کرنې پوهنځي څخه د مېوو او ځنګلونو په څانګه کې ليسانس اخيستی دی او په (١٣٦٧) کال کې يي د تاجکستان د کرنې له انيستيتوت څخه ماستري تر لاسه کړې ده هغه د کرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړی او هم يې په نړيوالو موسسو کې دمېوو د روزولو په برخه کې کار کړی دى.

پوهنمل محمود نظري له ۱۳۶۰ کال راهيسی د ادبياتو (طنز او کيسو) په برخه کې ډيری ليکنې کړی دی چې د هغه وخت په رسنيو کې چاپ شوی دی او له دوو طنزونو (مډرنه سيالي او د غوښو دضررونو) څخه یې تلويزيوني نندارمې جوړی شوی دی.

چاپ شوی آثار :

د کرنې په برخه کې:
۱- باغوانی (د بڼ جوړولو عملی کارونه)
۲-زغفران (د زعفرانو کرل)
۳- د ميوو لرونکی ونو د ډير ونې لارې

په ادبياتو کې (داستانی برخه)
۱-پايلوچ بنګ حبيب الله (د لنډو کيسو ټولګه)
۲-هوا( د لنډو کيسو ټولګه)
۳-پايلوچان (ناول)

دتاليف او ژباړې په برخه کې :
۱-آسماني کتابونه
۲-اسلام او معاصر ساینس
۳-د نړۍ افسانه يي الوتونکي
۴- طنز څه شی دی!( د طنز ليکولو اساسات)

په ادبیاتو کې (دټوکو په هکله) :

۱-خندنۍ بهرنۍ ټوکې (لومړی ټوک)
۲-خندنۍ بهرنۍ ټوکې (دويم ټوک)

په ادبياتو کی ( د طنز په هکله) :

د څوکۍ خوند (د طنزونوټولګه) ۱-
۲-سر خلاص که ! (د طنزونو ټولګه)
انساني سرکس (د طنزونو ټولګه) ۳-
۴-خدا روزيش کنه (د طنزو نو ټولګه)
۵-مهاجر زمری (دطنزو نو ټولګه)
۶-انسانی لمبر پليټ( دسياسي طنزو نو ټولګه)
۷-لوبه (دسياسي طنزو نو ټولګه)

چاپ ته چمتو آثار :
۱- غوڅ ځوابی يو ادبی فن دی
۲- د قیامت راتګ (قيامت د ټولو اديانو له نظره)
۳- د طنز تاريخ (لومړی ټوک)

د ښاغلى نظرى په آند: طنز د یو چا یا ټولنې په ناخوالو باندې د ملنډو په لفافه کې نيوکه د هغه د سمون لپاره ده.

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

که له ښاغلى غوث خيبري څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده: [email protected]

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

ښاغلى غوث خيبريد هنر اديب ښاغلى غوث
خيبري پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
صديق الله بدرځوان شاعر صديق الله بدر
پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ اوومه سټوډيو
ځوانه شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ.
ځوان سندرغاړي جاويد اميرخيل اوومه سټوډيو
ځوان سندرغاړى جاويد اميرخيل.
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني اوومه سټوډيو
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني.
سندر غاړى ايمل ذاخيل اوومه سټوډيو:
سندر غاړى ايمل ذاخيل په اوومه سټوډيو کې
 سندرغاړې قمر گلاوومه سټوډيو:
هنري بلبله ميرمن قمر گل په اوومه سټوډيو کې
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت