د پروگرام وړاندى کوونکى ولي عبدالله |  |
 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
پښتو ځوان سندرغاړى ايمل ذاخيل د سندرو کمپوزر، د سندرو د شعر ليکونکى او ښه آرمونيه غږونکى د خداى بخښلي استاد دين محمد ذاخيل او پښتو درنې سندرغاړې ميرمن قمر گل زوى دا اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه وو. ايمل ذاخيل د پښتو موسيقي لپاره يوه ښکلې ډالى ده چې همدا اوس د ساحل په نامه په خپله لمړنۍ سي ډي کار کوي. د ايمل ذاخيل سندرو د خپلو هنري کارونو په لمړيو کې د افغانانو زړونه وړي دي او د خپل هنري ژوندانه لپاره دا هيله لري چې سولې او مينې ته خپل هنري ژوند قربان کړي. ايمل ذاخيل په دري او پښتو ژبو سندرې وايي. که له سندرغاړي ايمل ذاخيل نه پوښتنې لرئ نو له وړاندې يې په دې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٠٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 |