د پروگرام وړاندى کوونکى ولي عبدالله |  |
 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ددې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه ليکوال ننگيالۍ بڅرکى دى ښاغلى بڅرکى د کندهار د بى بى هوا په کوڅه کې نړى ته سترگى غړولى دى. لومړنۍ زده کړى يې د محمد طرزى په ښوونځى کې پيل کړى او د ابو ريحان البيرونې له ليسې ځخه فارغ او وروسته يې د کابل پوهنتون د ادابياتو په پوهنځى کې د ماسترۍ تر کجى زده کړى کړى. دعلومو په اکاډمۍ او طلوع افغان په مجلعه کې يې دندې ترسره کړى دى. د ننگيالۍ بڅرکى چاپى اسار په لاندى ډول دى: ١. د کندهار فلکلور ٢. د افغان او انگليس په دريو جگړو کې رزمى ادبيات ٣. د معاصر افغانستان د تارىخ لومړى برخه ٤. پښتو ادبيات او د لومړى تر اتم ټولگى پورې د ښوونې او روزنې د ښوونيز تدريسې سيستم لړۍ يې ليکلى دى. ليکوال ننگيالۍ بڅرکى دا اوونۍ په اوومه سټوډيو کې زمونږ ميلمه دى او که له نوموړى پوښتنې لرئ نو له وړاندې يى په دې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١ او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 |