د پروگرام وړاندى کوونکى ولي عبدالله |  |
 | | | ښاغلى عبدالطيف واهب |
د ښوونکو ورځې ته د درناوي او احترام په خاطر ددې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه په افغانستان کې يو پخوانى او تجربه لرونکى ښوونکى ښاغلى عبدالطيف واهب دى چې د يوه پخواني ښوونکي په توگه به د اوومې سټوديو د پروگرام د اوريدونکو پوښتنو ته د خپلو تجربو په باب څرگندونې وکړي. ښه زده کوونکى څوک دى؟ او يو ښوونکى له زده کوونکو او د هغوى له کورنيو څخه کومې هيلي لري؟ د پوهنې د ډگر پخوانی (سابقه لرونکی) ښوونکی عبداللطيف واهب د محمد شريف خان زوي د لوګر په برکی راجان کې زيږيدلی او لومړنۍ او ثانوي زدکړې يې د برکي راجان او د نايب امين الله خان لوګري په ليسه کې ترسره کړي دي. ښاغلي واهب خپلې لوړې زدکړې د سيد جماالدين افغان د ښوونکي د روزنې په موسسه کې بشپړې کړي او له تيرو نژدې 30 کلونو راپديخوا د افغانستان د پوهنې په ډګر کې په خدمت بوخت دی. نوموړي په بيلابيلو ښوونځيو او يو شمير کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښوونکي او غړي په توګه دنده ترسره کړې ده. ښاغلي واهب اوس مهال د عبدالهادي داوي په عالي ليسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي. په اوومه سټوډيوکې له نوموړي پوښتنې وکړى اويايې له وړاندې په دې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١ او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 |