 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ددى اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه مو سندرغاړى محمد فريد فريادي دى. محمد فريد فريادي په 1362 کال کې د لغمان په ترگړيو کې زيږيدلى دى.خپلې زده کړې ېي د ننگرهار د ليسې د نابينايانو په موسسه کې تر سره کړي دي. وروسته يې د کابل د نابينايانو په موسسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. درې کاله کيږي چې له موسيقۍ سره سر او کار لري.تر دې مهاله 27 سندرې لري چې 16 يې په تلويزون او 11 يې د ننگرهار په راډيو کې غږول کيږي. ښاغلى محمد فريد فريادي فعلا د کابل په قعله زمان خان په سيمه کې ميشت او له خپلې کورنۍ سره خپل نيکمرغه ژوند پر مخ بيايي. د ښاغلي محمد فريد فريادي د هنري کارونو مشوق ښاغلى منگل دى چې درې يوځايي سندرې هم لري. په اوومه سټوډيوکې له نوموړي پوښتنې وکړې اويايې له وړاندې په دې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١ |