| | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ددى اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه مو وتلى سندرغاړى ښاغلى همايون صاحبزى دى چې په سويډن کې اوسيږي. همايون صاحبزى د کابل شمال بگرام په سيمه کې نړى ته راغلى دى .پلاريې دارگون اومور يې دافغانستان دختيځ ده . دعمرشهيد ليسه يې پاى ته رسولې ده. دوه کاله يې دهوايي ځواکونو پوهنتون ولوست، خوپه هيواد کې شرايط خړپړ شول او له هيواده ووت . په ١٩٩٥ کال کې سويدن ته کډه شو. يوه سندره يې پخوا په راډيوتلويزيون کې ويلې وه. د سندرې نوم وۀ " ليلو وړه ده ليلو". تردې سندرې وروسته يې ملگرو اودوستانو دى وهڅاوه. په سويدن کې يې سندرو اوهنر ته دوام ورکړ. يواستاد يې بهرنى اود لاتينې امريکې دى. په اوومه سټوډيوکې له نوموړي پوښتنې وکړې اويايې له وړاندې په دې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١ |