 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ولسي شاعر، غزل بول، طنزي شاعر، رباعي، څلوريځې، داستاني، نعتيه او د حمدي شعرونو ويونکى ښاغلى دولت وطنوال دا اوونۍ په اوومه سټوډيوکې. ښاغلى دولت وطنوال 85 کاله مخکې د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په غزو کلي کې زيږدلى دى. ښاغلى وطنوال د ملنگ جان د عصر يوه ډالى ده چې له ملنگ جان سره يې نږدې اړيکې درلودې او له اتلس کلنۍ را پدې خوا شعر وايي چې تقريبا 800 تر 900 شعرونه لري. د وطنوال خواره واره اشعار او ليکنې په مطبوعاتو کې چاپ شوي خو د اقتصادي بيوزلۍ له امله لا تر اوسه کومه چاپي ټولگه نه لري. پدې روستيو وختونو کې د يو چا له خوا ور سره وعده شوې چې د ده د اشعارو يوه ټولگه به ورته چاپ کړي. په اوومه سټوډيوکې له نوموړي پوښتنې وکړې اويايې له وړاندې په دې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١ |