د پروگرام وړاندى کونکى داود اعظمي |  |
 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
په دې اوونۍ کې پر هغو کتابونو او فلمونو ږغيږو چې په دا وروستو کې د افغانستان په اړه په بهر نيو ژبو ليکل شوى يا جوړ شوي دي. تر يوه مليون سيورو لانــــــدي زوکړى (Born under a million shadows) د اينډريا بسفيلډ (Andrea Busfield) انگريزي ناول دى چې په دې وروستيو کې خپور شوى دى.  | | | صبرناک کاڼى |
صبرناک کاڼى Syngve Sabour په فرانسه کې ميشت افغان ليکوال عتيق رحيمي جائزه گټونکى ناول دى چې په فرانسوي ژبه ليکل شوى دى. سرحدي گاندهي: باچاخان، د سولي مشال Frontier Ghandhi: Badshah Khan  | | | سرحدي گاندهي: باچاخان، د سولى مشال | A torch for Peace د نامتو فلم جوړونکي ټېري ميک لوهن (Teri McLuhan) مستند انگريزي فلم دى چې په امريکا کې خپور شوى دى. له توري بوړي څخه پوسټ کارډونه Post Cards from Tora Bora په امريکا کې په انگريزي ژبه جوړ شوى.  | | | له توري بوړي څخه پوسټ کارډونه | . مستند فلم دى چې ډائريکټره ىې افغان نژاده وږمه عثمان Wazhma Osman او کيلي ډولاک Kelly Dolak ده. د پروگرام ميلمه مو په اسټراليا کې ميشت افغان ليکوال او څېړونکى ډاکټر احسان آذري دى چې په دا وروستيو کې يې په انگريزي ژبه دفرانسوي ليکوال ( Lacan (1901-1981 پر ادبي تيورۍ يو څيړنيز اثر خپور کړى دى.
 | | | کيلي ډولاک او وږمه عثمان |
بل ميلمه مو پروفيسر موسى معروفي دى چې دا لاندې کتابونه يې ليکلي دي: انگريزي ناول (تر چاپ لاندي) Behind the Burqa's Windows انگريزي شعرې مجموعه Dreams and Relaity زړونه او رازونه (د پښتو شعرې مجموعه)  | | | Lacan |
په اوومه سټوډيوکې له نوموړو پوښتنې وکړې اويايې له وړاندې پردې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پردې شمېره ټيليفون وکړى. 00442078360331 |