ميرمن قمرگل د ننگرهار ولايت د شگې په ولسوالۍ کې سترگې غړولي او د افغاني موسيقي هنر ته له همغه وخته يوه ځانگړې ډالۍ وه. په اووه کلنۍ يې په سندرو ويلو پيل وکړ او ډير ژر له خپل کلي، ولسوالۍ او ولايت څخه دافغانستان د هنري آسمان د ستورو په ډله کې ديوه طلايي ستوري په شان وځليده.
د ميرمن قمرگل لمړنۍ سندره: (( په ما ميينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) د راډيو افغانستان د څپو له لارې د خلکو پر زړونو کيناسته چې پدې توگه يې د هنر په دغه اوږده مزل کې د خپل هنري ژوندانه په بدل کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه، سردار محمد داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله له خوا څخه د خلکو او ملت په نماينده گۍطلايي مډالونه پر ټټر ټومبل شوي دي.
او د (( زه سپينه کفتره يم اوچته پروازونه کړم )) سندرې ميرمن قمرگل د يوې سوله پالې مور په توگه لا ډيره وځلوله او د ميرمن قمر گل وروستۍ لاس ته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب دى چې د حامد کرزي له خوا څخه ورته ورکړل شوى دى.
ميرمن قمر گل واده کړى درې لوڼې او درې زامن لري، په کانادا کې ژوند کوي. د خپلو زامنو په مرسته لاتر اوسه هم خپلو هنري کارنو ته دوام ورکوي چې دا اوونۍ به د اوومې سټوډيو ميلمنه وي او د خپل آواز د مينوالو پوښتنو ته ځواب ووايي.
دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١
او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888