BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:57 گرينويچ 2009 ,09 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو

ښاغلى غوث خيبري
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي.
د دې اوونۍ د اوومې سټډيو ميلمه د هنر اديب او د تاريخ په څيره کې پيژندل شوى نوم ښاغلى غوث خيبري وو.

ښاغلى خيبري په کال ١٣١٢ کې په ننگرهار کې زيږيدلى، خپلې زده کړې يې تر دولسم ټولگي پورې په کابل او خپله BA يې په ډهلي کې پاى ته رسولې.

ښاغلى غوث خيبري د پښتون ژغ د مجلې مسوول
د آل اډيا راديو وياند
د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور مدير
د ننگرهار ورځپاڼې مسوول مدير
د جمهوريت ورځپاڼې د تدقيق مدير
د کندهار د طلوع افغان چلونکى
په راډيو افغانستان کې د پښتونستان د پروگرامونو چلونکي په توگه دندې تر سره کړي دي.

ښاغلى غوث خيبري په لس گونې ادبي او تاريخي آثارلري چې د هغو له ډلې څخه :

د پښتانه د افغانستان په افسانوي او داستاني تاريخ کې
پښتانه د برهما، بودا، زردښت او اسلام په پيړيو کې او همدا راز
پښتانه د کلتوري ښکيلاک په ځنځيرونو کې آثار يادولى شوو.

ښاغلى غوث خيبري د افغاني فرهنگ او کلتور دغه پرونۍ، ننۍ او د سبا د تاريخ په زړه کې تل پاتې ځيره دا اوونۍ زموږ ميلمه دى.

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

که له ښاغلى غوث خيبري څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده: [email protected]

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

صديق الله بدرځوان شاعر صديق الله بدر
پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ اوومه سټوډيو
ځوانه شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ.
ځوان سندرغاړي جاويد اميرخيل اوومه سټوډيو
ځوان سندرغاړى جاويد اميرخيل.
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني اوومه سټوډيو
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني.
سندر غاړى ايمل ذاخيل اوومه سټوډيو:
سندر غاړى ايمل ذاخيل په اوومه سټوډيو کې
 سندرغاړې قمر گلاوومه سټوډيو:
هنري بلبله ميرمن قمر گل په اوومه سټوډيو کې
ليکوال ننگيالۍ بڅرکى اوومه سټوډيو:
سپين تڼى په اوومه سټوډيوکې.
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت