ولي عبدالله د پروگرام وړاندې کوونکى |  |
 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي. |
د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه ځوان سندرغاړي جاويد اميرخيل دى. جاويد امير خيل په خټه د جنوب ختيځ پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ دى خو په ١٩٨٦ عيسوي کال کې په کابل دې نړۍ ته سترگې پرانيستې دي. ښاغلي امير خيل تر اتم ټولگي پورې زده کړې کړي خو په افغانستان کې د تېرو جگړو له امله يې نورې زده کړې و نشوې کړى. نوموړى له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهيسې سندرې وايي، چې تراوسه يې څورلس البمونه ثبت کړي او خپلو مينوالو ته يې وړاندې کړي دي. د خوږ آواز لرونکى دغه ځوان سندرغاړى وايي د موسيقۍ په برخ کې دوه استادان لري چې يوه يې ماسټر علي حيدر او بل يې احسان عرفان دي. دى د موسيقۍ په الاتو کې خوږه باجه غږولى شي. نوموړى اوس په کابل کې اوسيږي او د خپلو مينوالو د خوښۍ پروگرامونه سندريز کوي. د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. که ځوان سندرغاړي جاويد اميرخيل څخه پوښتنې لرى نو د پروگرام د نشر پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د بريښنا ليک پته ده: [email protected] او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 |