هما ظفر احمدزۍ د کابل ولايت د خورد کابل په سيمه کې زيږيدلې، خپلې لمړنۍ زده کړې يې د کابل د خيرخانې مينې د نسوانو په ليسه کې پاى ته رسولي دي چې وروسته بيا يې د مهاجرت په دوران کې د خپلو زده کړو په باب څه نا څه هڅې په پيښور کې هم تر سره کړي دي. له ١٣٧١ کال نه را په دې خوا په پښتو او دري ژبو شعر وايي.
اغلې هما ظفر احمدزۍ که څه هم همدا اوس هم د خپلو شعرونو د ژورتيا له ا مله د اديبانو په ډله کې د يوې ښې شاعرې په توگه ژور ادبي خلقتونه لري خو بيا هم هيله لري چې د ادبياتو په څانگه کې خپلې زده کړې په عملي توگه تر سره کړي.
هما ظفر احمدزۍ وايي چې غواړم زما شعرځوانانو ته او زما وطنوالوته دمينى او يوالي يو پيغام وي.
د پروگرام د نشر وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.
که ځوانې شاعرې هما ظفر احمدزۍ څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام د نشر پر مهال پر دې شمېره زنگ ووهئ.
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888