BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو

 اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
د دې اوونۍ د اوومې سټډيو ميلمه ښاغلى ډيپلوم انجنير غلام دستگيرړنگ دى.

ښاغلى ړنگ د ننگرهار ولايت دخوږياڼيو د مرکزکږې په روښانکوټ (زاړه ښار)کښې زېږېدلى دى.
په 1306ل.هـ کال کښې ښاغلى ړنگ د کږې د شېراحمد خان د کلا دلومړنيو زده کړود ښوونځي له څلورم ټولگي څخه فارغ شوى دى.

په 1318 ل.هـ کال کښې د کابل ددارالمعلمين محصل و.
په 1327ل.هـ کال کښې ددارالمعلمين د استاد په حيث و گومارل شو.
په 1329 ل.هـ کال کښې د جلالکوټ د متوسطې مدير و.
په 1330 ل.هـ کال کښې يې د الفت،خادم،رښتين او نائـب الحکمه عبدالله خان وردگ په ملاتړ د جلالکوټ متوسطه د ننگرهار ليسه و نوموله ،چې وروسته يې بيا پر ټينگار په مشرقي کښې د ننگرهار،لغمان اوکونړونو نوي ولايتي جوړښتونه رامنځته شول او د(( پوهنه رڼا ده)) غږ پرې تر لېرو پرتو سيمو ورسېد.
په 1331ل.هـ کال کښې دننگرهار ولايت د پوهنې مدير وټاکل شو. په ننگرهارکښې طبي زددهکړې ، دښوونکيو روزنه اود ننگرهارد خوږياڼو په کږه کښې د ننگرهار د شاعرانو ټولنه جوړول يې ددغه مهال سترې لاسته راوړنې دي .
په 1338 ل.هـ کال کښې د پکتيا د معارف( پوهنې ) مدير وټاکل شو،چې دلته د نجونو د ښوونځي موسس هم گڼل کيږي .
په 1339 ل.هـ کال کښې د پوهنې وزير علي احمد خان د لغمان د پوهنې سرپرست مدير وټاکلو.
په 1340 ل.هـ کال کښې د کابل د ابن سينا ليسې مدير و ټاکل شو،چې د وزارت په ملاتړ يې په کښې د قتيل خوږياڼي او محمد عثمان نژند په زيار پارسي کتابونه پښتوته نه يواځې را وژباړل ،بلکې ژباړل شوي کتابونه يې د تدريس وړ وگرځول.
په 1342 ل کال د پوهنې وزارت دملل متحد ښوونيزې او روزنيزې موسسې ته ور وپېژندلو،چې ورته د پوهنې ښوونځيوته دکتابونودليکلواو د ښوونکيودروزنې دنده وسپارل شوه.
په 1342 ل کال کښې درياضياتو نړيوالې غونډې ته ،چې په جاپان کښې جوړه شوې وه ،وبلل شواو د استاذ ړنگ د رياضياتو تعليمي نصاب په کښې د آسيايي هېوادونو لپاره ومنل شو.
1343 ل د بيروت امريکايي پوهنتون ته وليږل شواود رياضياتو په څانگه کښې يې لوړې زده کړې پيل کړې ،خو پر اساسي قانون د نيوکې پر لامل د وخت صدراعظم محمد يوسف خان بېرته هېواد ته راوغوښت.
په 1349 ل کال امريکا ته وليږل شو.د رياضياتواو فزيک څانگه يې د فريدونيا په پوهنځي کښې تر ماسترۍ ورسوله. دغه مهال د رياضياتو نړيوال کنفرانس ته ،چې په جرمني کښې جوړ شوى و، وبلل شو،چې بيا هېواد ته راوغوښتل شو او د دوکتورا تياره دفاع ترې پاتې شوه .
په 1356 ل کال کښې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي استاذ وټاکل شو.
په 1378 ل کال کښې پېښور ته مهاجر شو ،چې لومړى د سيدجمال الدين پوهنتون علمي معاون او بياد افغان پوهنتون د رياضياتو استاذ وټاکل شو.کله ،چې افغان پوهنتون پکتيا ته وليږدېد،استاذ په پېښور کښې پاتې شو.
په1383 ل کښې يې د سترگو عمليات ناکام ترسره شول ،چې تر اوسه پورې يې سترگې ديد نه لري.
په 1380 ل کال کښې ((دساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز)) پر مالي لگښت يې د طب،زراعت،انجنيري پوهنځيود کيميااو بيالوژي څانگوته ((دعمومي رياضياتواساسات)) چاپ او خپور شو.
د 12ټولگي رياضيات،د نهم ټولگي کيميا، د پوهنتون دلومړي او دوه يم کورس لپاره خطي الجبره او د د سيټ نظريه يې هغه کتابونه دي ، چې پخوا چاپ او خپاره شوي دي.
ړنگ صاحب سربېره پر ښوونيزوپراختيايي هڅو په لوى ننگرهار،کابل او پکتيا کښې د ورځپاڼوسره ملي او فرهنگي مرستې تر سره کړي اوهم يې دپکتياد وړانگې اخبارد مدير نورمحمد پوونده په غياب کښې د نوموړي اخبار سرپرستي کړې ده.
د ((جمعې شپه)) او(( وزير)) يې د لنډوکيسو ټولگې دي ، چې د پکتيا په ((وړانگه)) اخبارکښې پرله پسې خپرې شوې دي،خو اصل يې د ړنگ صاحب سره نه شته .
دغه راز يې په ننگرهار کښې لسگونه اصلاحي او انتقادي ډرامې جوړې کړي او بريالۍ لوبولي ،چې د وخت ځينو بچو پرې گواښلى هم دى.
دښاغلي ړنگ ليکنې او شعرونه په (( هېواد)) ، ((زيري))، ((اصلاح)) او(( وړانگه )) اخبارونواو خپرونو کښې خپاره شوي دي ،چې تر دې دمه پوره نه دي راټول شوي

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده: [email protected]

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 اوومه سټوډيواوومه سټوډيو
ځوان ليکوال او ژورنالسټ ښاغلی اجمل اټک يوسفزی
 اوومه سټوډيو اوومه سټوډيو:
نجيبه سارا په اوومه سټوډيو کې
ښاغلی پوهنمل محمود نظريد اوومې سټوډيو ميلمه :
طنز ليکونکی ښاغلی پوهنمل محمود نظري
ښاغلى غوث خيبريد هنر اديب ښاغلى غوث
خيبري پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
صديق الله بدرځوان شاعر صديق الله بدر
پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ اوومه سټوډيو
ځوانه شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ.
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت