|
اوومه سټوډيو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمه ځوان ليکوال او ژورنالسټ ښاغلی اجمل اټک يوسفزی وو. اټک يوسفزی له نن څخه څه دپاسه درې لسيزې پخوا د ننګرهار تل بهار د کامې ولسوالۍ په ادب زېږې او ادبپاله غيږه کې سترګې غړولې دي٠ ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي٠ اټک په ١٣٧٦ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانګې نه بريالی ووتو٠ چې اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی٠ اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنګي بهير بنسټ کېښود چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نوي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنګپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی ٠ د اټک يوسفزي ادبي پنځونې او راټولونې په لاندې ډول دي : ١: رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال) د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې. که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ د بريښنا ليک پته ده: [email protected] او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888 |
ورسره تړلي نور خبرونه د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه28 نومبر, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||