BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:59 گرينويچ 2009 ,24 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو

 اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيو د چمعى په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
د دې اوونۍ د اوومې سټوډيو ميلمنه شاعره نجيبه سارا بياباني وه.

ميرمن بياباني په ۱۹۶۳ کال کې د کندهار په ښار کې زېږېدلې ده، پلرنی ټاټوبی او د خاپوړو ځای يې کابل دى.

دغې پښتنې شاعرې خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر دې وروسته يې خپلې دويمې زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او د کابل د رابعه بلخي په لېسې کې سر ته رسولي. په افغانستان کې د ګډوډۍ او کورنيو جګړو له امله يې لوړې زده کړې ترې نيمګړې پاتې شوې.

نجيبه سارا بياباني په افغانستان او پښتونخوا کې ګڼ شمېر دندې ترسره کړي. د کاري ژوند پيل يې د زده کړې له کالونو نه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال نه تر ۱۳۷۰ لمريز کال پورې د افغانستان په راډيو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. د افغانستان په راډيو کې يې لومړنۍ دنده د ماشومانو د خپرونې د وياندۍ نه پېل شوې، همدا راز د ډرام او ډيالوګ په برخه کې يې تمثيل زده کړ.

تر څه مودې کار ورورسته بيا د هنر او ادبياتو په څانګه کې د حرف خوش صدای خوش و آهنګ خوش، جمعه او زموږ ډالۍ د خپرونو کوربنه او د شومه دم انګازې د خپرونې جوړونکې او ډيکليمه کوونکې، د پښتنو او بلوڅو د خپرونې جوړونکې او ويانده، د روزنې څانګې پورې اړونده د کلي کور او کرهڼې د خپرونې ويانده پاتې شوې.
کله چې د افغانستان کورنۍ جګړې تودې شوې د خپلې کورنې سره پېښور کې کډواله شوه نو هلته يې هم د ژوند و ژواک لپاره هلې ځلې پيل کړي . د وحدت په ورځپاڼه کې د خبريالې په توګه لنډ مهاله کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د ګل پاڼې ځانګړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې، همدا راز يو نيم کال يې د پامير ورځپاڼې سره هم د خبريالې په توګه دنده ترسره کړې. د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، او د پېښور په ټلويزون کې يې دنده سر ته رسولې.

په پېښور کې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې کړي او د نوي کور او نوي ژوند د پښتو او دري راډيويي ډرامو په بنسټ ايښودلو کې يې دنده ترسره کړې.

نجيبه سارا د شعرونو څلور ټولګې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولګه یې د کابل د کورنيو جګړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.

د ماښامونو ډيوه - د شعرونو ټولګه، چاپکال (1994)
د پنجرې مرغۍ - د شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)
تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ - د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
زما د عشق جونګړه ورانه شوله - د هېوادپاله شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)

د نوموړې ګڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. سارا بياباني د شعرونو تر څنګ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي خپاره کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعګانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې پدې ورستيوکي ئي دليکلوکار بشپړ شوی. نوموړې د پښتو ژبې تر څنګ په دري ژبه هم څو ټوټې شعرونه ليکلي اوهمداډول ئي په نارويژي ژبه هم شعرونه هم خپاره شوي دي .
نجيبه سارا بياباني د څلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال نه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

د پروگرام د خپريدو وخت د جمعې د ماښام اووه نيمې بجې.

که د اوومى سټوډيو له ميلمه څخه پوښتنې لرئ نو د پروگرام پر مهال په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

د بريښنا ليک پته ده: [email protected]

او د SMS له لارې هم خپله د تيلفون شميره او ليکلي پيامونه راليږلي شۍ. د SMS شميره ده: 00447786208888

ښاغلی پوهنمل محمود نظريد اوومې سټوډيو ميلمه :
طنز ليکونکی ښاغلی پوهنمل محمود نظري
ښاغلى غوث خيبريد هنر اديب ښاغلى غوث
خيبري پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
صديق الله بدرځوان شاعر صديق الله بدر
پــه اوومـه سـټوډيـو کــې
شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ اوومه سټوډيو
ځوانه شاعره او ادبي څيره هما ظفر احمدزۍ.
ځوان سندرغاړي جاويد اميرخيل اوومه سټوډيو
ځوان سندرغاړى جاويد اميرخيل.
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني اوومه سټوډيو
کلاسيکه موسيقي پوه استاد رحماني.
سندر غاړى ايمل ذاخيل اوومه سټوډيو:
سندر غاړى ايمل ذاخيل په اوومه سټوډيو کې
ورسره تړلي نور خبرونه
د اوومې ستوډيو ځانگړې پاڼه
28 نومبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت