BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:52 گرينويچ 2007 ,12 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ساينس پوهان:خواړه نه،له گولۍخيټه ډکه کړئ

هايدروجيل
دا گولۍ له هايډروجيل څخه جوړه شوې ده چې د چاقوالي د کمولو له هلو ځلو سره ډيره مرسته کوي .
ايټالوي ساينسپوهانو د يوې نوې هڅې په ترڅ کې ددرملو له لارې د وزن د کمولو نوي دارو وړاندې کړي دي .

دغو پوهانو يوه گولۍ چمتو کړې ده چې له خوړلو وروسته د لوږې احساس پاى ته رسوي .

دا گولۍ له هايډروجيل څخه جوړه شوې ده چې د چاقوالي د کمولو له هلو ځلو سره ډيره مرسته کوي .

کله چې چاق انسان دغه گولۍ وخوري نو د څو ساعتونو لپاره يې ډوډۍ او نورو خوراکي توکو ته زړه نه کيږي .

تر اوسه پورې پر ٢٠ تنو ددغو درملو تجربه شوې ده خو له دې سره سره پوهان وايي چې ډيرې نورې تجربې بايد وشي .

د اوس لپاره دغه گولۍ هيڅ نوم نه لري او پر هغو کسانو يې تجربه روانه ده چې وزن يې زښت ډير دى .

پوهان دا مالوموي چې ددغې گولۍ په مرسته وزن څومره کميږي او ددې انديښنې جاج اخلي چې د کارونکي روغتيا ته به يې زيانونه څه وي .

ډاکټران وايي چې هر ډول درمل که له يوې خوا د انسان ځانگړې ناروغي کراروي له بلې خوا د انسان ټوليزې روغتيا ته زيان هم اړوي .

د ايټالوي ساينس پوهانو د هغې ډلې مشر چې د ډير وزن په وړاندې دنوې گولۍ پر تجربې بوخت دى ، وويل چې نوى پرمختگ يې ډير هيلمن کړى دى .

پوهاند ليگي ايمبروسيو وويل دده يو ملگري دغه گولۍ پر ١١ بجو وخوړله د ماښام تر شپږ بجو يې هم لوږې احساس نه کاوو .

ده وويل دغه گولۍ بايد دډوډۍ له وخت څخه نژدې نيم ساعت وړاندې وخوړل شي او دده په وينا د هاضمې له سيسټم څخه ددغې گولۍ تيريدل څلور يا پنځه ساعته غواړي .

دې ډاکټر وويل ، د گولۍ له خوړلو څخه وروسته هم خلک ډوډۍ خوړلى شي خو د ډيرې ډوډۍ خوړلو ته به اړتيا ونلري .

نوموړي وويل چې ددې گولۍ په اړه به خپله تجربه د روان ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې خپره کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د ښځو صحيي ستونزى
16 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت