|
فاطمي :نرى رنځ مخ په کمېدو دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په هيواد کې د نري رنځ ناروغي پنځوس په سلو کې راټيټه شوې ده . خو د ملگرو ملتونو يوې استازې د افغان ميرمنو ترمنځ د نري رنځ دناروغۍ د ډيروالي په اړه انديښنه وښوده او د مخنيوي لپاره يې د نړيوالو تخنيکي مرستو غوښتنه وکړه . يو امريکايي پوهنتون د څيړنې له مخې د نړۍ ٢٢ هيوادونه د نري رنځ تر گردو لوې شميرې لري چې افغانستان هم د ليسټ په وروستۍ برخه کې ځاى لري . خو افغان دولت وايي چې د نري رنځ په وړاندې يې مبارزه په بري سره پرمخ درومي . محمد امين فاطمي وويل ، د يوه ناروغ په درملنې سره يې په ټولنه کې ١٥ تنه نور ژغورلي دي . په افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو کره شميره چا نه ده وړاندې کړې خو د روغتيا وزير د ٢٠٠٢ کال راهيسې دملگروملتونو په مرسته د نري رنځ په وړاندې خپلې هلې ځلې ډيرې بريالۍ وبللې . ښاغلي فاطمي په يوه کال کې د نري رنځ د قربانيانو شميرې له تيرو کلونو سره پرتله کړې : (( د نري رنځ له امله دمړينې کچه پخوا ٢٠٠٠٠ زره تنه وه اوس ١٠٠٠٠ ته راټيټه شوې ده . خو يو شمير روغتيايي ټولنې د نري رنځ ډيروالي انديښمنې کړي دي .
د نري رنځ په وړاندې په مبارزه کې د ملگروملتونو استازې انا کتالدي چې د څو ورځو راهيسې د افغانستان په سفر بوخته ده . په ليرې پرتو سيمو کې يې د ناروغۍ په وړاندې د کلکو گامونو د وچتولو غږ وکړ . اغلې کتالدي وويل په دې هيواد کې ٦٣ په سلو کې ددغې ناروغۍ قربانيان ښځينه دي او له نړيواله ټولنه بايدپاملرنه ډيره کړي : ((زه به مرسته کونکي وهڅوم چې د نري رنځ په وړاندې جگړه کې مرسته وکړي . د روغتيا له وزيرڅخه غواړو چې د هيواد ليرې پرتو سيمو ته د روغتيا پالو کوچنۍ ډلې وليږي او دا به د هيواد په بيلا بيلو برخو کې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي .)) له بلې خوا د جان هاپکينس امريکايي پوهنتون د خپلې څيړنې له مخې د نري رنځ ناروغي په افغانستان کې ډيره پراخه بللې ده . د روغتيا وزارت وايي په تيرو کلونو کې د ناروغۍ ډيروالى د خلکو ترمنځ د ليک لوست او د روغتيا په برخه کې دمالوماتو د کمښت له کبله رامنځته شو . خوځينې ډاکټران د نري رنځ ناروغۍ ته له بې وزلۍ او ژورخپگان سره تړاو ورکو ي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||