|
حکومت د صادراتو او وارداتو د انډول برابرولو هڅه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت د کورنيو توليداتو د پروسس، د نويو بازارونو دموندلو او د سوداگرو لپاره د اداري اسانتيا و د برابرولو له لارې د صادراتو او وادراتو د انډول د برابرولو هڅې پيل کړې دي . تېرکال ددغه هېواد د وارداتو کچه پنځه ميليارده ډالره خو د صادراتو کچه ايله نيم ميليارد ډالره وه. د چارواکو په باور په څو کلونو کې به په کوردننه د سيمنټو او تېلو په توليدولوسره د وارداتو په کچه کې سم نيمايي کموالى راشي. دا مهال دافغانستان ټول بازارونه د گاونډيو هېوادونو په توليداتو ډک دي او داسې وېره ده چې افغانستان په يوۀ سوچه مصرفي هېواد بدلېدونکى دى. په تېرو څو کلونو کې کورني توليدوونکي د دولت څخه سرټکوي چې دکورنيو محصولاتو دهڅو لو لپاره يې ډېر څه نه دي کړي. خو له بهره په ارزانه بيه د را وړل شويو توکو په وړاندې دافغاني محصولاتو کيفيت او قيمت ته په کتو سره ښکاري چې کورني توليدات د سيالۍ جوگه نه دي . اوس دافغانستان د سوداگرۍ او صنايعو د وزارت په چوکاټ کې د صادراتو د پراختيا نوې جوړې شوې ادارې هڅې پيل کړې چې د صادرېدونکو توکو د سوداگرو لپاره د اداري کارونو د اسانولو ، د افغان محصولاتو لپاره د بازارونو دموندلو او په کور دننه د محصولاتو د پروسس له لارې د صادراتو او وارداتو ترمنځ انډول برابرکړي . د صادراتو د پراختيا دادارې مشر سليمان فاطمي وايي له دې لارې به دکورنيو محصولاتو په کچه کې زياتوالى راشي. هغه وايي: ''زموږ هيله داده چې د صادراتو په سکتورونو کې پانگونه وشي لکه د قالينو په برخه کې او په طبي نباتاتو کې. په کال کې دوه ميليونه متر مربع قالين موږ جوړوو چې دوه نيم په سلو کې گټه يې افغانستان او پاته يې پاکستان ته رسيږي چې په کال کې ٢٥٠ ميليون ډالره کيږي .)) د صادراتو د پراختيا د ادارې مشر وويل چې دا مهال شاو خوا شپږ ميليونه افغانان د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي چې غټه برخه يې په پاکستان کې مېشت دي . څ و کاله وړاندې افغان چارواکو ددغو غالۍ اوبدونکو د راجذبولو لپاره يو لړ هڅې پيل کړې چې دوى ته د ځمکو وېشل هم پکې و. خو ښاغلي فاطمي په کور دننه دافغانستان ددغه ستر صادراتي توکي دتوليد او بازار ته د برابرولو په برخه کې له دولته دنور ډير پام غوښتنه وکړه . هغه وويل: ''په ځينو سيمو کې ځمکې ورکول پيل شوي خو دا کافي نه دي . د شپږ ميليونه کسانو راجلبول يو پراخ پلان ته اړتيا لري . او که دې صنعت ته پام و نه کړو دا صنعت به مو له لاسه ولاړ شي. '' تېرکال افغانستان نورو هېوادونو ته ٥٠٠ ميليون ډالره صادرات درلودل خو دوارداتو کچه ددې لس برابره زياته وه .
افغانستان داوخت پر قالينو سر بېره وچې او تازه ميوې، قيمتي ډبرې، نباتات او نور کرنېز محصولات بهرنيو هېوادو ته صادروي چې ډېر يې په خپل وخت او د اړتيا سره سم بهرنيو بازارونو ته نه رسيږي . دافغانستان بانک مشر نور الله دلاوري هيله کوي چې په راتلوونکو څو کلونو کې د وارداتو کچه ډېره را کمه شي . ښاغلى دلاوري وايي: ''موږ د ځينو وارداتي توکو د توليد امکانات لرو . مثلا موږ دکال ٥٠٠ ميليون ډالره سيمنټ پيرو چې ټاکل شوي تردې وروسته يې په خپله توليد کړو همدارنگه په کمو پيسو سره په کور دننه تيل او گاز توليد کړو چې په کال کې به يو ميليارد ډالره واردات راکم کړي . نو که په دغو دوو ډگرونو کې په خپله کار پيل کړو دا به په څو کلونو کې به تقريبا زموږ واردات نيمايي ته راکم کړي.'' په افغانستان کې د وارداتو د کچې دکموالي لپاره دا مهال پر کورنيو کرنيزو محصولاتو سربېره دناالکولي څښاک او معدني اوبو توليدات دکورنيو اړتياوو د پوره کولو يوه غټه برخه جوړوي او ښکاري چې د صادراتو د پراختيا نوې جوړه شوې اداره هم دولت دکورنيو توليداتو دملاتړ په موخه جوړه کړې. دغه اداره به هڅې وکړي چې کورني او بهرني پانگوال ددغه هېواد د توليداتو په بيلا بېلو برخو کې پانگونې ته رامات کړي. د پانگونې څخه د ملاتړ د ادارې يا ايسا شويوکارونو ته په کتو سره ويل کيږي چې دغه ډول ادارې به د صادروونکو په هڅونه کې گټورې ثابت شي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان ته د پاکستان صادرات ډير شوي دي10 مارچ, 2006 | خبرونه د افغانستان اقتصادي ګټې او زيانونه ، د پانګه وال لومړنۍ ګڼه15 مۍ, 2006 | خبرونه م م : د افغانستان اقتصادي ودې ته گډې هڅې پکار دي24 مارچ, 2006 | خبرونه وردگ : برياليو عملياتو اقتصادي وده شونې کړه26 نومبر, 2005 | خبرونه ولسمشر کرزى : اقتصادي وده له امنيت سره تړاو لري29 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||