BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:38 گرينويچ 2006 ,24 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م : د افغانستان اقتصادي ودې ته گډې هڅې پکار دي
د ملگرو ملتونو امنيت شورا
شورا په افغانستان کې د ډېموکراسۍ د پياوړتيا او اقتصادي ودې لپاره نړيوالې هڅې غوښتي دي .
د ملگرو ملتو د امنيت شورا په يوه اتفاق په افغانستان کې د ملگرو ملتو د استازۍ د کار موده د يوه بل کال لپاره اوږده کړې، خو ورسره يې په هيواد کې د تاوتريخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

امنيت شورا په يوه پرېکړه ليک کې ويلي چې طالبان، القاعده او نورې ترهگرې ډلې د افغانستان عادي وگړو ته زياتېدونکى خطر پېښوي.

شورا افغان حکومت، د امريکا متحد ايالتونه او د ناټو ځواکونه هڅولي چې د امنيت د ټېنگېدو لپاره هڅې جاري وساتي. شورا همداراز يادونه کړې چې په افغانستان کې دې د ډېموکراسۍ د پياوړتيا او اقتصادي ودې لپاره نړيوالو هڅو ته زور ورکړى شي.

بل پلو د امريکا متحدو ايالتونو د هغه افغان پر موضوع پر افغانستان فشار ډېر کړى چې مسيحيت ته د اوښتو په گناه د مرگ له سزا سره مخامخ دى.

د بهرنيو چارو وزيرې کاندوليزا رايس پر ټېلېفون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي او ترې غوښتي يې دي چې دغه هيواد دې مذهبي آزاديو ته له ځانه درناوى وښيي او دا قضيه دې ژر فيصله کړي.

هغې وروسته خبريالانو ته وويل چې په دې اړه يې د امريکا دريځ تر ممکنې کچې په سختو ټکو کې روښانه کړى دى.

تر دې دمخه ولسمشر بوش ويلي و چې دې قضيې سخت بوږنولى دى.

د کاناډا لومړي وزير سټيون هارپر هم ويلي چې افغان ولسمشر ورته ډاډ ورکړى چې له اسلام نه مسيحيت ته اوښتي افغان ته به د مرگ سزا نه ورکول کېږي.

ښاغلى هارپر وايي چې پر ټېلېفون يې له ولسمشرحامد کرزي سره خبرې کړي او هغه منلې چې د مذهبي آزادۍ درناوى به کېږي.

تر دې دمخه په کابل کې د سترې محکمې يوه قاضي انصارالله مولوي زاده وويل چې د هيواد قضاييه ځواک به پر دې موضوع د بهرنيانو فشار ته غاړه کېنږدي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت