BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وردگ : برياليو عملياتو اقتصادي وده شونې کړه

جنرال وردگ
ددفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم ورد ک وايې چې د برياليو جگړييزو عملياتو په پر مخ بيولو سره ددوى ځواکونه توانيدلي چې په هيواد کې د بيار غونې او اقتصادې پر مختيا شونتيا برابره کړي .
په افغانستان کې ددفاع او کورنيو چارو د وزارتونو اود ملي امنيت د ادارې چارواکي د ترهگرۍ او طالب پاتې شونو په وړاندې د عملياتو پر مخ بېول او د وږې په ٢٧ نېټې په خوندې توگه د ولسي جرگې او ولايتي جرگو د ټاکنو تر سره کېدل ، په تير يوه کال کې د امنتيت په برخه کې خپل لوى برياليتوب بولي .

ددفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردگ وايې چې د برياليو جگړييزو عملياتو په پر مخ بيولو سره ددوى ځواکونه توانيدلي چې په هيواد کې د بيار غونې او اقتصادې پر مختيا شونتيا برابره کړي .

د ترهگرو او مخالفو اورپکو د له مينځه وړلو لپاره ، د ملي پوځ ځواکونو په خپلواک ډول او ائتلافي ځواکونو سره په گډه ، نژدې درې زره جگړييز فعاليتونه ترسره کړيدي .

په دغو فعاليتونو کې په سلگونو ميله سپکه او درنه وسله او په ډير پو ځي مهمات ترلاسه شوي دي . همدارنگه په همدغو عملياتو کې د د ښمن ٤١٨ کسان وژل شوي او ٥١٢ تنه يې اسيران شوي دي"

د کورنيو چارو وزارت سرپرست انجينير ضرار احمد مقبل هم د ورته لاسته راوړنو يادونه کوي او وايې چې پوليسو په تير يوه کال کې د مخالفواورپکو د لسگونو کسانو د له منيځه وړلو سربيره ، د تره گرو او سړي تښتونکو په لسگونې ډلې هم نيولي دي .

" په تير يوه کال کې د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې په ټوله کې ٤٠٩ تنه مخالفان وژل شوي ، ٣٩ تنه ژوبل شوي او ٣٥٩ تنه يي نيول شويدي . دارنگه زموږ ځواکونو په همدې موده کې په مختلفو تورنو، ٧٢ تنه بهرنيان هم نيولي دي .

 په دغو فعاليتونو کې په سلگونو ميله سپکه او درنه وسله او په ډير پو ځي مهمات ترلاسه شوي دي .

پردې سربيره ، پوليسو د وسله والو غلاوو ، ډاکو ، وژنو ، سړي تښتونې ، جنسي تيريو او بډو په تور څه باندې شل زره کسان نيولي دي ."

د ملي امنيت رياست چارواکي چې د خپلو دندو د محروميت له کبله د مطبوعاتو په وړاندې دومره نه څرگنديږي ، خو د حساب ورکولو د اوونې په ترڅ کې ددغې ادارې مشر امرالله صالح هم په هيواد کې د امنيت په خوندي کولو کې خپل برياليتوبونه ډير وښودل او زياته يې کړه چې ددوى په هڅو سره ، د لسگونو تره گرو بريدونو او بم چاودنو مخنيوى شوى او ډيري ورانکاران يې نيولي دي .

"د کابل دنوې ښار په انصارې څلور لارۍ کې د چاودنې عاملين ،په سروبي کې د ايتالوي خبريالانو وژونکي ، د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې د نورستان په ولايت کې د ملگرو ملتونو د سازمان د دوو تنو بهرنيو کارکوونکو او د هغوى د ژباړن وژونکي ، د ننگرهار د امنيه قوماندان حاجي عجب شاه د وژنې او په جلال اباد کې د ټاکنو د ښځينه کارکوونکو د موټر د چاودنې اوه تنه عاملين ، د نوې ښارد گل خرڅو لو د کوڅې د ځان مرگي بريد هم غاړې کوونکي او د کابل په ښار کې د ملگرو ملتونو د سازمان د درې تنو کارکوونکو او د ايتالي د وگړې ميرمن کليمينتينا کانتوني تښتونکي نيول شويدي ."

پر دغو لاسته راوړنو سر بيره چې د افغان د امنيتي وزارتونو او ادارې چارواکي يې يادونه کوي ، د شمير له پلوه د افغان په امنيتي ځواکونو کې هم زياتوالي راغلى دى .

د ملې پو ځ شمېر تر ٣٥ زرو او د ملي پو ليسو شمير تر ٥٥ زرو اوښتىدى . خو پوښتنه داده چې آيا ، په هيواد کې له دغو ځواکونو سره يو ځاى ، د ناتو په مشرۍ د نهو زرو سوله ساتو او د امرېکې په مشرۍ د نژدې اتلس زرو ائتلافي ځواکونو په شتون کې د امنيت په ډگر کې هم کوم پر مختگ شوى ؟

د مزار شر يف د ښار د يوه اوسيدونکي نجيب په څير يو شمير کسان يې د جگړې د کلونو په پر تله ښه بولي .

خو يو شمير نور افغانان ديته په اشاره چې په وروستيو وختونو کې دمخالف اورپکو بم بريدونه ، وژنې او حملې زياتي شويدي ، د امنيت له خرابيدو څخه انديښمن دي . د پکتيکا له ولايت څخه ، ډاکتر محمد گل سليمانخيل .

يو شمير شنوونکي هم تيرکال په افغانستان کې يو خونړۍ مهال بولي .ځکه د افغان د امنيتي ځواکونو د سلگونو کسانو پر وژل کيدو سربيره ، په دغه کال کې د ائتلافي ځواکونو شاوخوا ٨٦ تنه پو ځېان هم وژل شويدي .

داچې د ځينو له انده امنيتي ستونزې زياتي شويدي ، لامل يې په څه کې دى . مخالف اور پکي منظم او پياوړي شويدي او يا داچې ددولت او بهرنيو ځواکونو په کړنو کې کمي دى؟

د کابل پو هنتون استاد غلام نبي فراهي دانه مني چې گنې تر پخوا مخالف اورپکي پياوړي شويدي . خو د افغان د امنيتي ځواکونو د جوړولو بهير چې امرېکا يې پر مخ وړي ، سم نه بولي.

ځکه په وينا يې مخکې تردې چې نوې پو ځونه جوړ شي ، د پخواني پو ځ په زرگونو تجربه لرونکي پو ځيان له کاره گوښه شول چي دده په وينا ، دا په ځواکونو کې د يوې تشۍ د رامېنځته کيدو سبب شو .

اخو د ډاکتر نجيب الله د مهال يو پخوانى پو ځي قوماندان جنرال خدايداد بيا وايي ، د شمير له پلو ه په افغانستان کې د پو ځونو کمى نشته ، خو داچې په هيواد کې امنيت ندي خوندې شوى ، لامل يې په هيواد کې د شتوو ځواکونو تر مينځ په نه هم غږۍ کې ويني .

 يوازې له پو ځي لارې په هيوادکې امنيت نشي خوندې کيداى او وړانديز يې دادى چې د يوه تنظيم په توگه طالبانو ته هم امتياز ورکړ شي چې له روان بهير سر ه ورگډ شي
اسماعيل يون ، د کابل پوهنتون استاد

خو د کورنيو چارو په وزارت کې د تره گرۍ په وړاندې د مبارزې د ادارۍ مشر جنرال عبدالمنان فراهي يي بيا لامل په دې کې ويني چې وايې د افغانستان يو شمير گاونډي هيوادونه ، د تره گرۍ په وړاندي د مبارزې په برخه کې خپلي ژمنې نه پلي کوي .

د ائتلافي ځواکونو وياند ډگروال جمېز يانتس ، هم د افغانستان په امنيتي ستونزو کې ، د بهرنۍ لاسوهنې عامل اغيزمن بولي . دى که څه هم چې د کوم ځانگړې هېواد نوم نه اخلي ، خو وايي راپورونه وايې چي مخالف اورپکو ته له بهره ، پيسي او پو ځي تجهيزات رسيږي .

بل لورته ، د کابل پو هنتون استاد اسماعيل يون په دې نظر دى چې يوازې له پو ځي لارې په هيوادکې امنيت نشي خوندې کيداى او وړانديز يې دادى چې د يوه تنظيم په توگه طالبانو ته هم امتياز ورکړ شي چې له روان بهير سر ه ورگډ شي .

خو داپداسي حال کې ده چې دولت په وار وار ويلي دي چې د يو خوځښت په توگه نور طالبان نه پيژنې .ولي د يوه کال راهيسې يې د سولې د غښتلتيا د ملي کميسيون له لارې په هيواد کې د ملي پخلاينې تگلاره په لاره اچولې

چې په ترڅ کې يې د طالبانو او اسلامي گوند شاوخوا ١٠٠٠تنه کسان له دولت سره يو ځاى شويدي . خو څنگه يې چې تمه کيدله ، په هيواد کې يې د جگړو په کمولو کې د ځينو په وينا چې ښکار ه اغيزه نده کړې .

خو دا يوازې تره گر او طالب پاتې شونې ندي چې په هيواد کې يې امنيت ته گواښ رامېنځته کړى. د خوست او جلال آباد د يو شمېروگړو په وينا ځيني سېمه ايز چارواکي هم په بې امنتيوکې لاس لرى .

د کورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزي ، په ټوله کې دغه شونتيا نه ردوي، وايې که چيري داسي چارواکي وي ، وزارت به يې په وړاندې اړين گامونه پورته کړي .

خو د ځينو کار پوهانو په وينا ،جنگ سالاري ، په هيواد کې امنيت ته لوى گواښ دى . جنرال عبدالمنان فراهي ددغه گواښ پخلي کوي او وايې لا په سلگونو ډلې شته دي چې په ناقانونه توگه وسلې لرى او په دوامداره توگه د خلکو سر او مال له خطرۍسره مخامخ کوي .

په دې ډول ، له څو اړخونو په دې هيواد کې امنيت ته گو اښونه متوجه دي چې د هغو په وړاندې مبارزه ، په راتلونکو کلونو کې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له مهمو ننگونو څخه بلل کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت