BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:53 گرينويچ 2005 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغان حکو مت وزيران حساب ورکوي
ارگ
په ارگ کې ولسمشر کرزي د کابينې له غړو غوښتي دي چې ملت ته د خپلو حسابونو په باب جزييات ورکړي .
د ولسمشر حامد کرزي وياند کريم رحيمي د يوx خبري ناستې په مهال د کابينې د غړيو له خوا ملت ته د حساب ورکولو چاره د افغانستان په تاريخ کې لو مړى او د دولت له برياوو څخه وبالۀ .

همدا راز ښاغلي رحيمي دا د حکو مت له پلان او پروگرام نه د ولس د خبريدو يوه غوره لاره وگڼله .

په همدغه خبري ناسته کې د ولسمشر کرزي وياند وويل چې سر له نن شپې ( د لړم ٢٨ د نومبر ١٩ ) به د حکو مت هر يو وزير او مستقل رئيس په خپل وار د دولتي تلويزون له لارې د خپل تېر يوۀ کلن کار او فعاليت په اړه ولس ته معلومات ورکوي او په سبا به يې په يوه خبري کنفرانس کې د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکونکى وي .

همدا شان به د دوى رپورت د دولتې مطبوعاتو له لارې په چاپي بڼه هم خپريږي .

ښاغلي رحيمي د حکو مت ددې پلان په بري کې د خبريالانو او رسنيو رول هم خورا ارزښتناک وباله او ويې ويل چې له ولاياتو نه به هم خبريالانو ته بلنه ورکوله کيږي چې په دغو خبري کانفرانسونو کې گډون وکړي او هغه پوښتنې را پورته کړي چې په ولاياتو کې يې خلک د دولت د کار او فعاليت په اړه لري .

برسيره پر دې د حکو مت وزيران به د خپل کار او فعاليت په اړه ولسي جر گې ته چې ښايي په راتلونکې مياشت کې يې لو مړۍ غونډه جوړه شي هم رپورت ورکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت