BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:50 گرينويچ 2005 ,20 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان چارواکي خپلې برياوې اوستونزې شمېري
د کابل ښار يو واټ
افغانان په خپل اقتصادي ژوند کې د کړندي ښه والي هيله کوي
يکشنبه دلړم ٢٩مه د احتساب د اونۍ لومړۍ ورځ وه

د افغانستان د حکومت يو شمير وزيرانو د خبريالانو په وړاندې دخپل کار راپورونه ورکړل

د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د احتساب د اعلان شوې اونۍ په لومړۍ ورځ د اقتصاد ، د کانو او صنايعو ، د اطلاعاتو او کلتور ، د ترانسپورت ، د فوايد عامې وزيرانو او همدا راز د افغانستان بانک مرستيال او د چاپيريال ساتنې ادارې رييس د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل

داسې ښکاريده چې وزيرانو او رييسانو تر ډيره حده د حساب ورکولو پرځاې د خپل يو کلن کار راپورونه وړاندې کول

هر وزير ٢٠ دقيقې وخت درلود او خبريالان وايي چې دا وخت ډير لږ وو او ددوى ډيرې خبرې ناويلې پاتې شوې او ډير پوښتنو ته يې ځوابونه ترلاسه نکړاى شواى

 حکومت هڅه کوي د حساب ورکولوددې بهير له لارې د ولس ملاتړ ترلاسه کړي ، خو ولس ته دا په زړه پورې ده چې په دغه بهير کې به ددوى په ژوند کې څومره بدلون راشي .
کتونکي

چارواکو د خپلو برياوو ، کړنلارو ، لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانو نو او په مخ کې پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې

د اقتصاد وزير محمد امين فرهنگ د هيواد د اقتصادي ستراتيزي جوړول خپل مهم برياليتوب وباله . هغه وويل د اقتصاد وزارت د کړنلارو جوړونکى وزارت دى نه د پروژو پلى کونکى

د ترانسپورت وزير عنايت الله قاسمي د کندهار او کابل د هوايي ډگرونو بيارغونه يو مهم گام وباله او وې ويل چې د آريان افغان هوايي شرکت د بيرته په خپلوپښو درولو تکل لري . خو زياته يې کړه چې د باور وړ يو سيستم د نشتوالي سره مخ دى.

د افغانستان بانک د رييس مرستيال وحيد الله شهراني وويل چې د اقتصادي پړسوب کچه ېې په سلو کې د ١٦.٣ څخه ١٤ ته راټيټه کړيده خو ورځ په ورځ د نرخونو لوړوالى ېې په نورو ادارو پورې مربوط وباله.

يو شمير کارپوهان وايي حکومت هڅه کوي د حساب ورکولوددې بهير له لارې د ولس ملاتړ ترلاسه کړي ، خو ولس ته دا په زړه پورې ده چې په دغه بهير کې به ددوى په ژوند کې څومره بدلون راشي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت