BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:35 گرينويچ 2007 ,20 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هندي فلمي جوړې په رښتيني ژوند کې وادۀ وکړ

راى او بچن
دوى درې مياشتې وړاندې کوژده وکړه او اوس يې واده دى
د جمعې ( د وري ٣١ د اپريل ٢٠ ) په ماښام به د هند په ممبي ښار کې د بچن په کور کې د هغه د واده مراسم تر سره شي چې ناوې يې د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه ايشوري راى او زوم يې د پيژندل شوي فلمي ستوري اميتابچن زوى ابيشيک بچن دى.

دا د فلم جوړونکو لومړنۍ کورنۍ ده چې خپل د واده مراسم له نورو پټ ساتي. په هغه کور کې چې د واده مراسم تر سره کيږي د لرگيو په مټ يې شاوخوا پوښل شوى چې د کورنۍ له شخصي مراسمو څخه څوک عکس وا نه خلي.

د مراسمو پر مهال به شاوخوا څلور سوه پوليس امنيت ساتي او نا بلليو ميلمنو ته به اجازه نه ورکوي چې ودانۍ ته دننه ور ننوځي.

وړې چارې

د واده مراسمو ته يوازې د گوتو په شمار څو پيژندل ميلمانه بلل شوي دي. لکه د فلم جوړونې د کمپنۍ مشر انيل امباني (Anil Ambani او سياسي کار پوه امرسنگ (Amar Singh) سربيره د باليود ځينې وتلي ستوري لکه کاجول، اجى ديوگن، پريتې زينتا او سنجيدت هم بلل شوي دي.

که څه هم د بچن د کورنۍ د واده مراسمو ته د باليود وتلي ستوري لکه شارخ خان،اميرخان،هيرتک روشن او راني مکرجي نه دي بلل شوي خو د ميليمنو په لست کې د زوم د ماشوم توب ملگري اپوروا لخيا (Apoorva Lakhia) او روحان سيپي ( Rohan Sippy) شامل دي.

د دغې کورنۍ خپل خپلوان وايي د بچن کورنۍ له دې امله د واده مراسم کوچني نيولي چې د زوم د انا روغتيايي حالت ښه نه دى او په روغتون کې يې درملنه روانه ده.

د واده مراسم به د هندوانو په رسم او رواج تر سره کيږي.

د واده مراسم به د غرمې پر مهال داسې تر سره کيږي چې يوه ډله کسان به د زوم په مشرۍ د يوې غونډې په توگه هغه ځاى ته ورځې چيرته چې ناوې يې انتظار باسي.

وروسته به نجلۍ او هلک د هندوانو د مذهب په اساس له يوبل سره داسې نکاح تړي چې د اور تر شاوخوا به اوه ځلې را تاويږي.

څنگه چې دا د هندوانانو د واده مهمه برخه گڼل کيږي نو نوې جوړه به په سيميز وخت په پنځه نيمې بجې چې دوى ته مناسب وخت گڼل کيږي دغه مراسم تر سره کړي.

د شاتو مياشتې ته نه تگ

په پام کې ده چې آغلې آراى به هغه کميس واغوندي چې د هغې د ډيزانر نيتا لولا (Neeta Lulla) له لوري جوړ شوى او ښاغلى بچن به هغه کالي واغوندي کوم چې د هغه د ملگرو ابو جاني (Abu Jani) او سنديب (Sandeep ) له خواو ډيزان شوى دى.

د راپورونو له مخې اميتابچن او د هغه ښځې جيا د جوړه کسانو د نڅا کولو لپاره ځانگړى ځاى په پام کې نيولى چې هلته به ښځه او ميړه دواړه نڅا کوي.

د پنجشنبې شپه د نکريزو شپه وه چې د ناوې لاسونه د راتلونکي ورځې لپاره په نکريزو سره کړي و.

راپورونه وايي له واده وروسته به دغه نوې جوړه د عسل مياشتې د رخصتى لپاره چيرې ولاړه نه شي ځکه چې د اميتابچن د مور او د ناوې د خواښې روغتيايي حالت ښه نه دى او ابيشک بچن غواړي چې له خپلې انا سره واوسي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت