BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 18:36 گرينويچ 2007 ,15 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښکلا پخوانۍ ملکې اېشورايا راى کوژده وکړه

د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکې او د هندي فلمي صنعت وتلې لوبغاړې اېشورايا راى د يوۀ بل فلمي ستوري ابيشيک بچن سره کوژده وکړه .

ابيشيک د هندي فلمي صنعت د تر ټولو مشهور لوبغاړي اميتابچن زوى دى . د بي بي سي پښتو وېبپاڼه د ميرمن راى انځوريز رپوټ وړاندې کوي :

د ميرمن راى سيکرتر هري سينگ بي بي سي ته وويل چې د دغو دوو ستورو د کوژدې مراسم په ممبۍ ( پخوانۍ بمبۍ ) کې د اېشورايا په کور کې ترسره شول .

د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکې او د هندي فلمي صنعت وتلې لوبغاړې اېشورايا راى تر دې وړاندې له ځينو نورو هندي فلمي ستورو سره ليدل شوې وه

ميرمن راى نه يوازې د ښکلا ملکه بلل شوې وه بلکې د يوې تکړه فلمي ستورې په توگه يې هم په ټوله نړۍ کې شهرت درلود

د ٢٠٠٦ کال د مۍ په مياشت کې ميرمن راى د فرانسې د کنز په فلمي فيستيوال کې په دويم پرله پسې کال برخه واخيسته

د ٢٠٠٥ کال د کنز په فلمي فيستيوال کې هم ميرمن راى د پام وړ وه

ميرمن راى د هندي فلمي صنعت يوه له وتليو ستوريو څخه گڼل کيږي چې په گڼ شمير وتليو فلمونو کې يې د ستورې څيره لوبولې ده

په تيرو کلونو کې داسې گنگوسې وې چې ښايي ميرمن راى له نورو فلمي ستورو لکه سلمان خان سره ښايي وادۀ وکړي


ورسره تړلي نور خبرونه
د فرهاد دريا انځوريز البوم
11 مارچ, 2006 | خبرونه
دوبۍ : انځوروييز رپوټ
26 فبروري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت