BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:55 گرينويچ 2007 ,01 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړيوالو د ٢٠٠٧ کال راتگ ولمانځه
نوى کال
دز نړۍ په لويو ښارونو کې په سلگونو زرو کسانو د اور لوبو رنگينې نندارې وکړې
د نړۍ په لرو بر کې گڼ شمير خلکو د نوي ميلادي کال راتگ په ولولو او رنگينيو ولمانځۀ .

په ځينو لويو ښارونو کې د ٢٠٠٧ کال راتگ په اور لوبو ولمانځل شو . په برتانيا کې د هوا د خرابيدا له امله په ځينو ښارونو کې د نوي کال په وياړ جوړيدونکې ميلې ونه شوې .

خو په پلازمېنه لندن کې تر ٣٠٠ زرو ډيرو نندارچيانو اور لوبې وليدې او د ٢٠٠٧ کال راتگ يې ولمانځۀ .

د ٢٠٠٧ کال د راتگ لومړنۍ ميلې په استراليا کې وې . په سډني کې شاوخوا يو ميليون کسان راټول شوي و چې د نوي کال په وياړ جوړې شوې ميلې وگوري .

په ځينو اسلامي هيوادونو کې د لوى اختر او نوي کال ميلې سره په يوۀ وخت وې . د ځينو هيوادونو د لمانځنو انځوريز رپوټ ته مو پام غواړو :

استراليا تر ټولو وړاندې د ٢٠٠٧ کال لمانځنې پيل کړې . په سډني کې شاوخوا يو ميليون کسانو اورلوبې وليدې

په ماليزيا کې هم د ٢٠٠٧ کال راتگ په تودو ولولو ولماځنل شو . په دغه تر ډيره اسلامي هيواد کې خلکو د لوى اختر خوښئ هم کولې

په سينگاپور کې ټوله شپه نڅاوې او خوښۍ وې

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ځوانانو سړه هوا هيره وه د نوي کال په وياړ يې خوشحالۍ کولې

بلغارياييانو نه يوازې ٢٠٠٧ کال لمانځۀ بلکې په دې هم خوښ ول چې د همدې کال له لومړنۍ ورځې څخه اروپايي ټولنې ته هم ورگډ شول

د جرمني په برلين کې اورلوبو تر ډيرو پورې شپه روښانه کړې وه

که څه هم د برتانيا په ډيرو ښارونو کې د نوي کال په وياړ چمتو شوې ميلې د خرابې هوا له امله ونه شوې خو په لندن کې شاوخوا ٣٠٠ زرو کسانو په زړۀ پورې اور لوبې وليدې

ورسره تړلي نور خبرونه
د ٢٠٠٦ کال پېښو ته لنډه کتنه
29 دسمبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت