|
نړۍ په ٢٠٠٧ کال کې ، د جگړو که سوکالۍ کال ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق موضوع په ټول ٢٠٠٦ کال کې د خبرونو په سر سر کې وه. د څو مياشتو لپاره د عراق په اړه تودې خبرې روانې وې. د سر د زيانو او بمي چاودنو له ډېرېدو سره د امريکا او برتانيې پر حکومتونو فشار مخ په ډېرېدو وو چې د يوې نوې لارې په لټه کې شي. د امريکا ددفاع وزارت په آگست کې وويل چې اوس د ياغي فعاليتونو پرځاى، فرقه يي نښتې د عراق د کړکېچ اصلي څېره گرځېدلې ده. نژدې پر همدغه مهال، د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر، جنرال جان ابيزيد، د خپل هيواد سنا مجلس ته داسې وويل: ((فکر کوم فرقه يي نښتې نژدې په هماغومره ناوړه حالت کې پاتې دي چې ما ليدلې وې، په تېره بيا په بغداد کې او که چېرې دا حالت تم نه کړى شي نو ښايي چې عراق په کورنۍ جگړې کېوزي)).
کوفي عنان په ډسمبر کې، څو ورځې وړاندې تر هغه چې د ملگرو ملتو د سرمنشي په توگه يې د کار دوره پايته ورسېږي، بي بي سي ته وويل چې د عراق شخړه تر هغه څه چې مخکې د کورنۍ جگړې په نامه پېژندل شوې، ناوړه برېښي: ((زما له نظره، د تاوتريخوالي کچې ته، د وژنو او کړاو کچې ته او هغې بڼې ته په پام سره چې ځواکونه په کې يو د بل په مقابل کې ولاړ دي...، څو کاله دمخه چې کله په لبنان او نورو ځايونو کې کړکېچ رامنځ ته شو، موږ هغه کورنۍ جگړه بلله، خو دا ترهغې ډېره ناوړه ده)). که داسې وي نو آيا په ٢٠٠٧ کال کې داسې خبري سرليکونه رامنځ ته کېدلى شي، لکه دا يو: ((په عراق کې کورنۍ جگړه))؟ په ډېپلماتيکو چارو کې د بي بي سي خبريال جانتن مارکس دې پوښتنې ته ځواب وايي: ((البته چې د ځينو ورځپاڼو سرليکونه خو لا په ٢٠٠٦ کال کې همدغه وو. فکر کوم چې په ٢٠٠٧ کال کې خطر تر دې هم پراخ دى . يو نظر شته چې اردن ترې ډېره اندېښنه لري او هغه په ټوله سيمه کې د کورنيو جگړو امکان دى. په بالقوه ډول په عراق کې چې لا له مخکې نه پکې تاوتريخوالى خورا پراخ دى او دغه راز ښايي په فلسطين کې د حماس او ولسمشر محمود عباس د وفادارو ځواکونو تر منځ. دغه راز يې په لبنان کې هم امکان شته چې د ٢٠٠٦ کال په وروستيو کې يې سياسي حالات ډېر نازک پړاو ته رسېدلي وو. دې ته په کتو سره، زما په فکر کې په سيمه کې د کړکېچ يوه روحيه رادبره شوې او ددې مانا به البته دا وي چې د نړۍ دا برخه چې له ډېرو خواوو په ٢٠٠٦ کال کې د خبرونو سر ټکى و، له بده مرغه به په راتلونکې کال کې هم همداسې پاتې وي). نود عراق په مجموعي تگلارو کې په راتلونکو ١٢ مياشتو کې د څه شي تمه کېدلى شي؟ په نوامبر کې د امريکا د لويو درستيزانو د گډې جرگې مشر، جنرال پيټر پېس په تگلوري کې د بدلون امکان رد نه کړ. له يوه امريکايي ټلويزيون سره په مرکه کې جنرال پيس وويل چې جگپوړي افسران په عراق کې پر خپلو هدفونو غور کوي او اړين بدلونونه به په کې راولي: ((فکر کوم موږ ته په کار ده خپل پام پر هغو هدفو چې امريکا يې غواړي راټول وساتو او وروسته بيا په کار ده چې په صادقانه ډول ځان ته ښه نظر وکړو چې څه شى کار ورکوي او څه شى يې نه ورکوي او څه شى د پرمختگ خنډ گرځي او د چارو د سرته رسولو په بڼه کې کومو بدلونو ته اړتيا ده چې خپلو ټاکل شويو موخو ته مو ورسوي)). له دې سره جوخت چې امريکايي قوماندانانو د عراق په اړه د خپلو تگلارو پر احتمالي بدلون غور کاوه، د امريکا کانگرس هم په ورته کار لاس پورې کړ. د مارچ په مياشت کې د کانگرس تر غونډې وروسته له دواړو گوندونو څخه د ((عراق د څېړنې ډلې)) په نامه يوه جرگه گۍ وگومارل شوه چې د عراق حالاتو ته په نويو سترگو وگوري. د جرگه گۍ مشرانو د خپل رپوټ د خپرولو پرمهال، په ډانگ پييلې خبرې وکړې او هغه دا چې په عراق کې د ولسمشر بوش تگلارې کار نه ورکوي. ددغې جرگه گۍ يو مشر، ډيموکرات سناتور، لي هاميلټن وو: ((په عراق کې حالات خطرناک ااو ويجاړېدونکي دي. تاوتريخوالى، هم د پراخوالي له مخې او هم د سر د زيانو له مخې لگيا دى زور اخلي. پر امريکايي عسکرو بريدونه او د هغوى د سر زيانونه په بوږنوونکي ډول جاري دي.
په اصل کې د عراق د څېړنې ډلې رپوټ د داسې يوې نوې ډېپلماتيکې او سياسي ستراتېژۍ غږ کوي چې پر گډوډۍ د هيواد د کيوتو مخه ونيسي. ت ر کومه چې په عراق کې د امريکايي عسکرو موضوع ده، نو رپوټ له هغوى نه غواړي چې د عراقي پوځ روزنه او ملاتړ په غاړه واخلي. رپوټ وايي هغه جگړه ييز ځواکونه چې د روزنيزو چارو د امنيت دنده يې پر غاړه نه وي، کولى شي د ٢٠٠٨ کال له لومړيو نه په وتلو لاس پورې کړي، خو ددې لپاره په کې ټيک نېټه نده ښودل شوې. رپوټ له بلې خوا د فلسطين و اسراييلو د کړکېچ د غوڅولو لپاره د يوې ټينگې ژمنې غږ هم کوي. ولسمشر بوش وويل چې دغه نتيجې به په ځير سره په پام کې ونيسي: ((دا هغه رپوټ دى چې رېښتيا په زړه پورې وړانديزونه لري. موږ به هر وړانديز ته په جدي سترگه وگورو او د وخت له غوښتنو سره سم به يې په اړه گام پورته کړو)). د عراق مرستيال لومړي وزير برهام صالح وويل چې د کميسيون نتيجې د عراق د حکومت له دې نظر سره سمون لري چې امنيتي چارې دې عراقيانو ته وسپارل شي او دوى بايد مخکښ وي. چې داسې ده، نو آيا په ٢٠٠٧ کال کې د عراق په اړه د امريکا په تگلارو کې بدلون راتلى شي؟ جاناتن مار کس يوځلې بيا: ((فکر کوم اوس به ددې ارزونه گرانه وي چې د امريکا تگلاره تر کومې کچې بدلون کولى شي. فکر کوم روښانه ده چې د منځني پړاو تر ټاکنو وروسته په امريکا کې د قواوو جوړښت اوښتى دى. سنا او ولسي جرگه اوس د ډيموکراتانو لاس ته لوېدلي دي. دا چې پر روانو تگلارو به ددې اغېز څه وي اټکل يې گران دى. په ډاگه له عراق سره د نوي چلند په اړه د يوه گډ نظر د رامنځ ته کولو هيلې شته، خو ستونزه دا ده چې د عراق د څېړنې ډلې له دې رپوټ سره سره، په دغسې يوه گډ نظر کې د معقولو او گټورو عناصرو ليدل گران دي)). په راتلونکو څو مياشتو کې به وليدل شي چې آيا سوريه او ايران د عراق لپاره د نويو تگلارو د چمتو کولو په کار کې گډون ته پرېښودل کېږي او که نه. بغداد او دمشق په نوامبر کې له څه له پاسه دوو لسيزو وورسته خپلمنځي ډېپلماتيک اړيکي له سره ټينگ کړل. د امريکا حکومت پر هغه مهال وويل چې سوريه بايد اوس په ډاگه د عراق له حکومت سره د مرستې او پر پوله د بهرنيو اورپکو د اوښتو د مخنيوي هوډ وښيي. ځينې څېړونکي وايي چې لوېديځ متحدين به په راتلونکو ١٢ مياشتو کې په عراق کې خپلې ستراتېژۍ ته نوې بڼه ورکوي. په بي بي سي کې د منځني ختيځ د چارو څېړونکى راجر هارډي: ((فکر کوم اوس به ډېرې خبرې د ډيموکراسۍ پر ځاى د ثبات په اړه وي. فکر کوم ډيموکراسي به اوس دويمه درجه ارزښت ومومي، ځکه چې خلکو ته پته ولگېده چې د ډيموکراسۍ ټينگول په عراق او يا همدې ټکو ته په پام سره، په ټوله اسلامي نړۍ کې دومره چټک امکان نه لري. خو ښايي د يوه وروستي امکان په توگه ورته يوه هڅه وشي. خلک به غواړي چې دا يو وروستى امکان وبولي چې په دې ډول ، په تېره بيا په پلازمېنه بغداد کې ثبات د ځواکونو تر ورو ورو وتلو دمخه ټينگ شي. دغه گام په گام وتل ښايي په ٢٠٠٧ يا ښايي په ٢٠٠٨ کال کې پېښ شي چې گومان کوم بل نوم به پرې کېښود ل شي ، يعنې له يوه ځاى نه بل ته د ځواکونو بدلول)). خو په گوښه والي کې د عراق پرېښودل هم خطرناک دي. تېر سپټمبر د امريکا د يوه استخباراتي رپوټ ځينې برخې په پټه مطبوعاتو ته راوتلې وې. په هغې کې د امريکا ١٦ ادارو دا نتيجه را ايستلې وه چې د عراق کړکېچ د جهاديانو د راښکلو په مرکز بدل شوى چې په اسلامي نړۍ کې د امريکا د شتوالي خلاف دريځ پياوړى کوي او ملاتړي په کې مومي. راځئ داسې فرض کړو چې امريکاييان په ٢٠٠٧ کال يا د ٢٠٠٨ په لومړيو کې له عراق نه ووتل، اغېز به يې د القاعدې پر ياغيانو او جهاديانو څه وي؟ راجر هارډي يو ځلې بيا: ((يوه لويه اندېښنه داده چې په دې سره به د امريکا درنښت ته نه يوازې په منځني ختيځ، چې په ټوله نړۍ کې زيان واوړي. او دا زيان به په داسې حال کې ورواړي چې د جورج بوش په وينا ((له ترهگرۍ سره نړيواله جگړه)) روانه ده. په بله وينا، دا به د جهاديانو او د هغو کسانو دريځ پياوړى او استدلال غښتلى کړي چې يا په القاعدې پورې تړلي دي او يا هغې ته ورته ډلې لري)).
داسې برېښېده چې په نوامبر کې هغه مهال په سيمه کې د سولې لپاره هيلې ډېرې شوې چې د اسراييلو لومړي وزير ايهود اولميرت فلسطينيانو ته په دې شرط چې له تاوتريخوالي نه لاس واخلي، د يوه نوي سوله ييز پړاو وړانديز وکړ. خو د اسراييلو په جنوب کې د يوې وينا پر مهال هغه وويل دغه بهير يوازې هغه مهال شونى کېدلى شي چې فلسطينيان د اسراييلو يو لړ غوښتنې ومني. په دغو غوښتنو کې له اسراييلو سره سولې ته د يوه ژمن حکومت جوړول او د اورپکو له خوا د نيول شوي اسراييلي عسکر پرېښودل راځي. ښاغلي اولميرت د اسراييلو د بنسټ ايښودونکي لومړي وزير ډېوېډ بن گورين پر مزار د وينا پرمهال وويل چې فلسطينيان د اوښتون يوه مهم تاريخي ټکي ته رسېدلي دي: ((ستاسې د ترهگرو ډلو، لکه حماس، جهاد، الاقصى او نورو سخت دريځ تاسې خپل گډ هدف ته ورنژدې نشواى کړى. دغه هدف د يوه فلسطيني دولت ، داسې يوه بريالي دولت جوړېدل دي چې د اسراييلو له دولت سره څنگ پر څنگ ژوند وکړي. زه په داسې يوه شېبه کې د ډېوېډ بن گورين له مزار نه تاسې ته دا وړانديز کوم: راځئ بله لاره غوره کړئ. داسې يوه لاره چې تاسې ته او هم موږ ته ښه راتلونکې له ځانه سره راوړي)). ښاغلي اولميرت وويل که چېرې فلسطينيان د اسراييلو غوښتنې ومني، اسراييل به د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره رېښتوني ډيالوگ ته کېني او ډېر فلسطيني بنديان به خوشې کړي. د ا څرگندونې په غزه کې د اوربند تر ټينگېدو يوه ورځ وروسته وشوې.------ دې ته په پام سره، کېدى شي چې په ٢٠٠٧ کال کې په منځني ختيځ کې د سولې د کېدو خبره وشي؟ جاناتن مارکس يوځلې بيا: ((داموضوع په ډېپلماتيکه آجندا کې پوخ ځاى لري او سر ته راوستل شوې ده. علت يې يوازې مخصوصا"په سيمه کې ددې ژورې عقيدې شتوالى نه دى چې وايي د عراق او د سيمې د ځينو نورو ستونزو د هواري ښه لار داده چې د اسراييلو او فلسطينيانو او د نيول شويو ځمکو د زړې او ناسور شوې لانجې غم وخوړل شي. خو فکر کوم ستونزه په دې کې ده چې دواړه خواوې بيخي کمزوري او بيخي سره ويشلي دي. په فلسطين کې، د واکمنې حماس ډلې او فتح غورځنگ ترمنځ چې د ولسمشر محمود عباس په وجود کې راځلېږي، داسې غلى کړکېچ روان دى چې کله کله په کورنۍ جگړه اوړي. دغه سيالۍ به، د منځمهال لپاره له هرې سنجول شوې چار ې سره سره، روانې وي او البته چې هدف د يوه بل ډول منځمهالي حکومت جوړول دي چې نړيوالې ټولنې او ښايي اسراييلو ته ډېر مښنت ولري. خو بنسټيزه ترينگليتا به چې هرڅه وشي، پر ځاى پاتې وي)). او د اسراييليانو په برخه کې خبره څنگه ده؟ جاناتن مارکس يو ځلې بيا: ((دلته هم تاسې د لومړي وزير ايهود اولمېرت په څېره کې يو ډېر کمزورى حکومت لرئ. داسې حکومت چې په ٢٠٠٦ کال کې يې د لبنان جگړه وکړه او هغه يې، فکر کوم د ډېرو په باور په کمزورۍ سره پرمخ بوتله. آن تر دغې جگړې وروسته يې ډېپلماسي هم په پوره مهارت سره ونشواى چلولى)).
د امريکا فکر سربېره پر دې د ايران پر پېښو هم راټول پاتې شوى. په تېر اکټوبر کې ولسمشر بوش پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د اټومي وسلو له لاسته وروړو څخه د ايران د راگرځولو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي. ده دا څرگندونې له تهران نه تر دې راوتلو خبرونو وروسته کولې چې ايران د يورانيمو د پراخې بډايونې پر لور بل گام هم واخيسته. هغه وويل که دغه پروگرام ونه درېده، نو ايران به د نړيوالې ټولنې له بنديزو سره مخامخ شي. اوس نو شونې ده چې په ٢٠٠٧ کال کې د ايران د اټومي لانجې په برخه کې يو لوى بدلون راشي؟ په بي بي سي کې د اروپا – آسيا څانگې مدير پول اندرسن دې پوښتنې ته ځواب وايي: ((ماته به د حيرانۍ وړ وي که هغوى ووايي د يورانيمو بډايول ځنډوي او يا د يورانيمو د بډايولو په برخه کې څېړنې او پرمختيايي کارونه ځنډوي. فکر کوم هغوى به پر ډېرو نورو موضوعگانو هم غور وکړي. د ٢٠٠٦ کال په وروستيو کې مو وليدل چې ايرانيانو IAEA ته د خپلو اټومي سيمو د پلټنې لپاره د اضافي آسانتياوو د چمتو کولو وړانديز وکړ. فکر کوم هغوى به هڅه کوي چې دا ټول بحث بېرته د اټومي نه خپراوي تړون چوکاټ ته ورننه باسي)). په داسې حال کې چې د عراق کړکېچ هماغسې روان و او پر ايران هم بحثونه کېدل، افغانستان هم له پامه نه دى غورځېدلى. د ٢٠٠٦ کال په اوږدو کې د متحدو ځواکونو خلاف تاوتريخوالي زور واخيسته. طالب ملېشو اوس د يوې جنگي وسلې په توگه د ځانمرگو بريدونو کول تاييد کړي چې په افغانستان کې يو نوى تکتيک دى. يوه جگپوړي طالب تېر اکتوبر له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې لا ډېر بريدونه راروان دي . طالبان پنځه کاله د مخه په افغانستان کې راوپرزول شول. څېړونکي وايي چې تر دغه پوځي بري وروسته په سياسي او اقتصادي ډگر کې برى تر لاسه نشو. او اوس پوځيان چې مشري يې برتانويان کوي، له سره اړ شوي چې د طالبانو مقابلې ته وروځي. پول اندرسن يو ځلې بيا: ((په افغانستان کې امنيتي حالات په خرابيدو شول چې په ٢٠٠٦ کال کې يې خلک حيران کړل. دې د ناټو قوماندانان حيران کړل، د افغانستان حکومت يې حيران کړ او هغوى يې هم حيران کړل چې پوهېږي د افغانستان امنيت او بيا رغاونه يوازې د طالبانو په ټکولو نه ترلاسه کېږي، بلکه اصلي چاره يې د عادي ولس د ژوندانه ښه والى او په راتلونکې کې د هغوى اقتصادي ښيرازي ده)). څېړونکي وايي په روسيه کې به په ٢٠٠٧ کال کې تر ټولو مهمه پېښه د ولسمشر پوتين د غوره شوي ځايناستي را دبره کېدل وي.
په بي بي سي کې د روسي چارو کارپوه سټيون ايک وايي: ((ولسمشر پوتين لا وختي ويلي چې ځانته يې ځايناستى غوره کړى دى. هغه پوهېږي چې دا څوک دى، خو چمتو نه دى چې نوم يې واخلي. اوس نو دا د روسيې د ډيموکراسۍ په اړه ډول ډول پوښتنې راپورته کوي: که چېرې د دولت يو مشر چې ولس ټاکلى، ووايي چې خپل ځايناستى پېژنم خو نوم يې نه وايم، بيا به نو زه فکر کوم هر سړى په بېصبرۍ سره تر هغو سترگې په لاره وي چې دى يې نوم اعلانوي. البته، په روسيه کې چې د کوم بل څه انتظار کېدلى شي هغه د مشرتابه راروان بدلون دى. ولسمشر پوتين د تېرو شپږو کلو ډېره برخه پر واک پاتې شوى او دا هغه پړاو و چې روسيې په کې ژور بدلونونه وليدل)). په٢٠٠٧ کال کې اروپايي ټولنه خپله پنځوسمه کاليزه نمانځي. دا اقتصادي بلاک په ١٩٥٧ کال کې د روم تر تړون وروسته جوړ شو. اروپايي ټولنه به په ٢٠٠٧ کال کې دوه نوي غړي ولري: بلغارييا او رومانيا چې د غړو ټول شمير به يې ٢٧ ته ورسېږي. ددغو هيوادو په راگډېو سره به د اروپايي ټولنې د وگړو په شمېر کې ٣٠ ميليونه تنه ډېروالى راشي. بلغاريا او رومانيا له ٢٠٠٠ کال راهيسې په انتظار وو او په لومړي سر کې داسې ټاکل شوې وه چې څلور کاله وروسته به غړيتوب تر لاسه کوي. خو ډېرئ فکر کوي چې نوي غړي له ځانه سره نوې ستونزې راوړي. په بي بي سي کې د اروپايي چارو مدير مايک ساندرز په دې اړه وايي: (( لا هم په دې اړه پوښتنې شته چې آيا بلغاريا او رومانيا په رېښتيا سره د اروپايي ټولنې غړيتوب ته چمتو دي او که نه. د دوى اقتصاد تر ډېره په کرنه ولاړ دى او په کې د فساد او د قضاييه ځواک په تړاو پوره اندېښنې شته. دغه راز په دې برخه کې د مهاجرو کارگرو ستونزه شته. مايک ساندرز يو ځلې بيا: ((د اروپايي ټولنې ډېرو غړو ويلي چې د روماينا او بلغاريا پر وگړو به محدوديتونه ولگېږي او داسې به نه وي چې هر څوک د اروپايي ټولنې هرځاى ته وغواړي ولاړ شي او کار وکړي. خو وبه گورو چې دا کار څنگه ترسره کېږي)). او د افريقا په لويه وچه کې په ٢٠٠٧ کال کې د کومو پرمختياوو تمه کېدلى شي؟ په بي بي سي کې د افريقايي چارو مدير مارتين پلاوت وايي: ((د افريقا دوه مهم هيوادونه، نايجريا او جنوبي افريقا په دغه کال کې خپل مشران ټاکي. او دا خورا ارزښتنامه خبره ده. په نايجريا کې به ولسمشر او دغه راز ټول واليان ټاکل کېږي، مانا دا چې يو بشپړ بدلون به رامنځ ته کېږي. دا به له خورا سختو سياليو ډکې ټاکنې وي، ځکه چې گټه او تاوان يې ستر دى. په نايجريا کې چې هرڅوک ولسمشر
کېدى شي چې ٢٠٠٧ کال په افريقا کې له شخړو پاک کال شي؟ مارتين پلاوټ يو ځلې بيا: ((زما په فکر دا ډېر لږ احتمال لري. ډېر هغه کړکېچونه چې په ٢٠٠٦ کال کې هسې تاوده وو، په غالب گومان به په ٢٠٠٧ کال کې وچوي. د عاج د ساحل ستونزه چې عملا" د شمال او جنوب ترمنځ ويشل شوى دى، په آسانۍ سره پر يوه بله کورنۍ جگړه اوښتلى شي او يا ښايي چې غوڅه شي. خو د غوڅېدو امکانات يې ډېر لږ دي. دارفور درواخله. دلته هم حالات داسې روان دي چې نړيواله ټولنه يې بايد د غوڅېدو هڅه وکړي. ملگرو ملتو دارفور ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو هڅه وکړه، خو هېڅ بريالۍ نشوه. آيا په دې کال کې به بريالي شي؟ خداى پوهېږي)). کله چې ملگرو ملتو تېر جون سوماليا ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو هڅې پيل کړي چې ددغه هيواد د ايسار شوي حکومت ملا وتړي، نو يوه داسې هيواد يې ملاتړ وکړ چې اټکل يې نه کېده: چين! د اقتصادي زبرځواک په توگه د چين رادبره کېدو د هغه هيواد حکومت دې ته اړ کړ چې په خپل بهرني سياست کې لومړيتوبونه له سره وڅېړي . دغه هيواد په چوپه خوله د سوله ساتو ماموريتو د ملاتړ له لارې په نړيوال ډگر کې د خپل اغېز پراخولو ته لاس اچولى دى. د چين اقتصادي پرمختگ د خلکو په ملي کانگرس، د چين د پارلمان په کلنۍ غونډه کې د مارچ په مياشت کې وستايل شو. خو د چين لومړي وزير وين جياباو ژمنه وکړه چې د شتمنو ښارو او بيوزلو کليو ترمنځ د بيلتون د کمولو لپاره نورې هڅې وکړي. يوه مياشت وروسته د چين ولسمشر هو جين تاو وويل اندېښنه يې داده چې ښايي چين له حده زياتې چټکۍ سره پرمخ روان وي. هغه وويل چې د چين اقتصاد په ٢٠٠٦ کال کې څه له پاسه لس- کلنۍ وده درلوده. ښاغلي هو وويل چې حکومت دومره زياته وده دځان لپاره هدف نه ده ټاکلې. ددې پرځاى، هغه وويل چې چيني واکمن به ډېر پام د ولس د ژوندانه ښه کولو او د چاپيريال ساتنې ته اړوي. ((موږ د خورا چټکې اقتصادي ودې په لټه کې نه يو. زموږ ډېر فکر د پرمختگ له کيفيت او گټې سره دى. زموږ ډېر فکر د پرمختيايي وسيلو له بدلون، د خپلو زيرمو له خونديتوب او او د چاپيريال له ساتنې سره دى. موږ دغه راز د خپل ولس د ژوندانه د حالت د ښه والي په غم کې هم يو)). په بي بي سي کې د ختيځې آسيا د چارو مديره، کلير هارکي وايي ، په راتلونکو دولسو مياشتو کې به بيا هم دغه مسالې ډېرې په چين کې تر سترگو شي:
((چين به د يوه نړيوال اقتصادي او سياسي ځواک په توگه خپلې پراختيا ته همداسې دوام ورکړي. دغه هيواد لا همدا اوس د ساري په توگه له تېلو اوغازو نه نيولې تر کبانو او نورو په اړه له يو شمېر افريقايي هيوادو سره گڼ اړخيز تړونونه کړي دي. دې ته ورته کار يې په منځنۍ آسيا کې هم روان کړى دى او نورو هيوادو ته يې هم سترگې نيولې چې دغه مواد ورته چې د اقتصادي ښېرازۍ لپاره يې خورا اړين دي، همداسې ور روان پاتې شي)). د ٢٠٠٦ کال په نوامبر کې چين له يوه بل رادبره کېدونکي اقتصادي زبرځواک، هند سره د اقتصادي او ډېپلماتيکي ملگرتيا د جوړولو هوکړه وکړه. د هند لومړي وزير من موهن سنگ په ډيلي کې له چيني مشر هوجين تاو سره د خبرو پرمهال وويل، دواړه هيوادونه به د يو لړ پراخو مسالو په برخه کې سره همکاري وکړي: ((وپتييل شوه چې د پولې د دواړو خواوونښلول او همکاري پياوړې شي. موږ د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې يو لوى نوښت منظور کړ چې د يو لړ لويو گډو پروژو پلي کول په کې راځي. د ملکي اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري به هم وده مومي)). په جنوبي آسيا کې، پاکستان، بنگله دېش او نيپال په ٢٠٠٧ کال کې ټاکنې ترسره کوي. په پاکستان کې له ولسمشر مشرف نه دې غوښتنو زور اخيستى چې خپل يو شمېر واکونه خوشې کړي. پر هغه د خپلو بهرنيو تگلارو له امله نيوه کې کېږي، امريکاييان يې په دې غندي چې پر پوله د طالبانو د اوښتلو مخنيوى نه کوي او هند يې پر دې چې گواکې اسلامي اورپکو ته يې ځاى ورکړى دى. په بي بي سي کې د جنوبي آسيا د چارو مديره فرحانه حيدر وايي : ((د پاکستان ټاکنې به د ولسمشر مشرف برخليک وټاکي – ده اووه کاله د مخه په يوه سپينه کودتا کې واک تر گوتو کړ او اوس به په ټاکنو کې دا جوتېږي چې هغه کولى شي خپل دې کار ته دوام ورکړي او که نه. په پاکستان کې او له هغه نه بهر لا دمخه داسې له هغه نه غوښتل شوي چې د پوځي او ملکي – دواړو چارو ترسره کول پرېږدي. په اوسني حال کې پروېز مشرف هم د دولت رييس دى او هم د پوځ مشر. په پاکستان او نړيواله ټولنه کې دا اندېښنه هم شته چې د پاکستان ډېر لوى گوندونه په ټاکنو کې له گډون نه راگرځول شوي دي. دا به د ٢٠٠٧ کال مهمې او د نندارې وړ ټاکنې وي)).
په تايلند کې به د ٢٠٠٧ کال ټاکنې د يو مخکني کال تر ډراماتيکو بدلونو وروسته تر سره کېږي. په دغه هيواد کې يوې پوځي کودتا لومړى وزير تاکسين شيناواترا له کاره گوښه کړ. څېړونکي وايي که څه هم هغه په بيوزلو کليوالو کې ډېر پلويان درلودل، خو د کار زېږې بڼې او ډېرې شتمنۍ يې غليمان هم ډېر کړل او هيواد يې سره وويشه. په داسې يوه حالت کې به ٢٠٠٧ کال د تايلند لپاره څه راوړي؟ کلير هارکي يو ځلې بيا: ((په تايلند کې په راتلونکو څو مياشتو کې د يو شمېر پېښو انتظار کېدلى شي. يوه، يې د يادو شويو ټاکنو سمبالول دي، بله يې احتمالا" پر شړل شوي لومړي وزير تاکسين شيناواترا د تورونو لگېدل اومحاکمه ده چې سملاسي بهر په جلا وطنۍ کې ژوند کوي. خو که چېرې هيواد ته ستون شي نو احتمال شته چې پر ده او ښايي لږ تر لږه پرنژدې کسانو او د کورنۍ پر غړو يې د فساد تورونه ولگېږي)). او بيا هم په آسيا کې، ټاکل شوې چې د ٢٠٠٧ کال په لومړيو کې د ملگرو ملتو په مرسته په کمبوديا کې يو لړ محاکمې پيل شي. اټکل دى چې پر کمبوديا د پول پوت په مشرۍ د سرو خمېرو د واکمنۍ پر مهال په اويايمو کلونو کې يو اعشاريه اووه ميليونه وگړي وژل شوي دي. هغه پخپله هم په ١٩٩٨ کال کې د تايلند پولې ته څېرمه په يوه کمپ کې مړ شو. دې محاکمو ته له چمتو والي سره هم مهاله، نور آسيايي هيوداونه او په دې ډله کې چين هڅه کوي چې له لاتينې امريکا سره خپلو اړيکو ته وده ورکړي. ٢٠٠٦ کال په لاتينه امريکا کې د ټاکنو کال و او څېړونکي وايي چې په ٢٠٠٧ کال کې به هڅه وشي چې له دغو ټاکنو نه راپورته شوې دوړې يا گرد بېرته کېني او وبه کتل شي چې نتيجو يې د سيمې سياسي نقشو ته څه بدلون ورکړى دى. خو له سيمې سره د امريکا په اړيکو کې د کوم شي تمه کېدلى شي؟ د اندېښنې وړ يوه موضوع د بوش ادارې هغه پلان دى چې غواړي له مکسيکو سره پر پوله يو ديوال راجوړ کړي چې د ناقانونه کډوالو د وراوښتلو مخه بنده شي. په بي بي سي کې د لاتينې امريکا د سيمې مدير ويل گرانټ وايي چې د مکسيکو حکومت لا وختي له ولسمشر بوش نه غوښتي چې ددغه پلان د پلي کېدو مخه ونيسي: ((ولسمشر بوش او حکومت يې پر پوله د امنيت ټينگولو په لړ کې له مکسيکو سره پر پوله د زر کيلومتره اوږد دېوال د جوړېدو وړانديز کړى دى. دا پرېکړه په داسې هيوادو لکه مکسيکو، گواتيمالا او په پاتې مرکزي امريکا کې د سترې اندېښنې سبب گرځېدلى ده. په امريکا کې اټکل دولس ميليونه ناقانونه کډوال اوسي چې د کاري ځواک يوه مهمه برخه جوړوي نو اوس د امريکا کانگرس غواړي چې دې ته د حل يوه لاره ومومي: له يوې خوا دوى په پوله کې د امنيت پياوړتيا غواړي خو له بلې خوا مني چې په هيواد کې اوسني کاري ځواک ته، سره له دې چې په ناقانونه ډول راغلى، اړتيا لري. اوس نو ډېرئ دې ته سترگې په لاره دي چې د امريکا د کانگرس په دواړو مجلسو کې به د ډېموکراتانو اکثريت له دې موضوع سره څه ډول چلند کوي)). د امريکا د متحدو ايالاتو له اصلي خاورې څخه يوازې ١٧٠ کيلومتره ورهاخوا، يو هيواد شته چې په واشنگټن کې چارواکو ته سرخوږى جوړوي او هغه کيوبا ده. په هاوانا کې د هغه ستر پوځي پرېټ يوه برخه چې د کيوبا د انقلاب او د هغې د مشر فيدل کاسترو د زېږېدو ځنډېدلې کاليزه نمانځي. په دغو مراسمو کې د کاسترو نشتوالي د هغه د روغتيا په اړه گونگوسي نور هم پياوړي کړل چې په جولاى کې له غټو عملياتو راهيسې بيا چا نه دى ليدلى.
په پرېټ کې د کاسترو ځاى د هغه ورور نيولى دى. راول د خپل ورور روغتيا ته ته گوته ونه نيوله او پرځاى يې وويل چې له امريکا سره خبرې غواړي: ((زه ددې فرصت په کارولو يو ځلې بيا غواړم د خبرو پر مېز، د امريکا له متحدو ايالتونو سره د کيوبا د زړو توپيرونو د غوڅولو هوډ څرگند کړم)). د کيوبا حکومت ټينگار کوي چې فيدل کاسترو به همداسې د هيواد مشرۍ ته دوام ورکوي. خو په بي بي سي کې د لاتينې امريکا د چارو مدير ويل گرانټ وايي چې لاهم د هغه د روغتيا په اړه لويه پوښتنه پرځاى پاتې ده: ((دغه هيواد اوس اساسا" د هغه د ورور راول له خوا اداره کېږي او دا هغه حالت دى چې ټوله لاتينه امريکا به ورته په ٢٠٠٧ کال کې د سترگو له کونج نه گوري. شک نشته چې کاسترو نور يو ناروغ انسان دى، خو دا چې څومره سخت ناروغه دى او د معدې عملياتو پرې څومره ناوړه اغېز کړى دى او دې ته ورته نورې خبرې به د وخت په تېرېدو سره روښانه کېږي. بې له شکه په مايامي کې د کيوبا جلاوطنه ټولنه همدا اوس په ډېر ځير سره د هاوانا پېښو ته گوري)). دا و د ٢٠٠٧ کال لپاره اټکلونه. زموږ کارپوهانو هڅه کړې چې د خپلو تجربو په کارولو هغه سناريوې اټکل کړي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې يې پېښېدل شوني برېښي. خو بل کال دا وخت ښايي زموړ نړۍ له نن نه خورا ډېر توپير کړى و . | ورسره تړلي نور خبرونه د ٢٠٠٦ کال پېښو ته لنډه کتنه29 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||