|
د اروپايي سندرو سيالي په انځورونو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اروپايي سندرو – يوروويژن سيالي چې د نړۍ په خورا ډېرو کتل کېدونکو پروگرامو کې راځي، د لومړي ځل لپاره د فنلنډ هيواد وگټله. اټکل دى چې تر سلو ميليونو ډېرو وگړو به د فنلنډۍ راک ډلې – لوردي له خوا چې د بلاوو څېرې يې پر مخ ايښې وې، د نورو ٢٣ سيالانو د ماتولو ننداره کړې وي. دا سيالۍ د يونان په پلازمېنه – آتن کې ترسره شوې. دا کلنۍ ننداره لومړى ٥٠کاله د مخه خپره شوه چې يوازې اووه گډون کوونکي يې درلودل. د هغې په مخکنيو گټونکو کې د سويډن د آببا ډله، او په کاناډا کې زېږېدلى سندرغاړى – سيلين ډاين هم راځي.
اټکل دى چې تر سلو ميليونو ډېرو وگړو به د فنلنډۍ راک ډلې – لوردي له خوا چې د بلاوو څېرې يې پر مخ ايښې وې، د نورو ٢٣ سيالانو د ماتولو ننداره کړې وي.
د يونان په پلازمېنه اتنز کې تر ١٨٠٠٠ ډير سيلانيان سره ټول شوي وو چې د اروپايي سندرو ٥١ مه سيالي ژوندۍ وويني
د برتانيا رپ سندرغاړى ډز سمپسن خپله سندره د دوو نڅاگرو په بدرگه ويله . نڅاگرو يې د ښوونځي د زدکوونکو جامې اغوستې وې
د جرمني په استازيتوب سندره د امريکايي کليوالو سندرو له ډلې وه چې (( نه نه هيڅکله نه )) نوميده .
نتاليا گوردينيکو د مالدويا په استازيتوب سندره وويله او ليدونکي يې هېښ کړل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||