BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:46 گرينويچ 2007 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل چاپېريال له زياتېدونکي ککړتيا سره مخ دى

کابل
رسمي څېړنې ښيي چې په کابل کې په سلو کې ٧٥ د هوا د ککړتيا لامل د ډيزلي زړو موټرو کارول دي چې ډېر لوگي توليدوي.
په افغانستان کې د چاپېريال ساتنې اداره خبر ورکوي چې د افغانستان په ځينو لويو ښارونو، او په ځانگړې توگه کابل کې، چاپېريال د ککړيدو په حال کې دى.

چارواکي وايي د کابل ښار د ٦٠٠٠٠٠ کسانو د ژوند کولو لپاره اټکل شوى، خو دا مهال په همدې شمېر پکې يوازې گاډي گرځي.

چارواکي وايي تر هغه چې په کابل کې د موټرو او اوسيدونکو شميره را ټيته نه شي د چاپيريال په حالت کې به څه بدلون را نه شي.

د کابل چاپېريال په ککړتيا کې نه يوازې د موټرو او کارخانو لوگيو بلکې د کثافت دانيو او پخو لارو نشتوالي هم په خپل وار پر چاپيريال منفي تاثير کړى دى.

د بېلگې په توگه د کابل په لوېديځ کې د قلعه شاده هغه عمومي سړک چې گڼ شمير موټر او کسان پرې تگ راتگ کوي، د تيرو دريو لسيزو په جگړو کې ډيره خرابه شوې او د سيمې اوسيدونکي يې له امله شکايت لري.

يو اوسېدونکى وايي: (( په ژمي کې خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ و او له دې سيمې په اسانۍ سره نه شوتېريدلى. دا يوه سيمې نه ده بلکې هغه بل لور ته په عمومي لارې خاورې خټې او خځلې پرتې دي. کله چې کومې کورنۍ ته ناروغي،خوښې او يا کوم بل څه پيښيږي له ډيرو ستونزو سره مخامخ کيږي.))

د دغه عمومي سړک ترغاړې د هټيو او دوکانونو ترڅنگ ډيرى خاورې خځلې هم پنډې دي چې د سيمې اوسيدونکي يې له بد بويي شکايت کوي.

کابل
کابل ته په دا وروستيو کې خورا زيات شمېر خلکو مخه کړې، چې ځينې اوسېدونکي يې آن دې ته اړ کړي چي د غرونو په لمنو او لوړو او وچو څوکو کې کورونه جوړ کړي

د سيمې يو تن اوسيدونکى غلام عباس وايي د کثافت دانيو د نشتوالي له امله خلک خځلې د عمومي سړک تر غاړې اچوي او د کابل ښاروالى هم نشي کولى چې دا ټول کتافات له ښاره بهر وليږدوي.

(( کثافاتو ته ځاى نه دى جوړ شوى او نه يې هم لري نو ځکه خلک کثافات
د عمومي سړک تر غاړې اچوي. که چيرې په اونۍ کې يو ځل ښاروالۍ راځي نو ټول کثافات نه پاکوي.

له څوکسانو سره د ښاروالۍ يو موټر راشي خو يوازې خپل وخت تيروي او کتافات نه وړي. له دې رورسته هوا تودېږي او بوي هم ډيريږي اوس د کتافاتو د بد بوي له امله خلک له دغه سړکه نه تيريږي.))

د دغه عمومي سړک ترڅنگ په سلگونو داسې کورنۍ ميشتې دي چې ډيرى په خامه کورونو کې شپې او ورځې تيروي.

د سيمې اوسيدونکي شکايت لري چې د کابل ښاروالې د دوى لښتي او په سيمه کې خاورې خځلې په سمه توگه نه پاکوي ځکه دوى په خپل شخصي لگښت هره اونۍ د اوبو لښتي پاکوي.

د سيمې يو تن اوسيدونکى وايي: (( يو کس مو نيولى چې لښتي پاکوي او په اونۍ کې هر کور ٣٠ افغانۍ دغه کس ته ورکوي. ښاروالۍ خو هسې هم نشته. اوس سيمه له پخوا څخه ډيره پاکه شوې او خلک له چاپيريال څخه خوښ دي. ))

چارواکي وايي په کابل کې له ټاکل شوې کچې ډير کسان اوسيږي چې دغه کار نه يوازې په کابل کې گڼه گوڼه ډيره کړې بلکې اوسيدونکو ته يې د ښاري خدماتو چارې هم له خنډ سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د ملي ستراتيژۍ د ادارې يو چارواکى اديب فرهاد وايي دوى ته د واټونو د جوړولو او د کابل ښار د پاکولو لپاره ځانگړې بوديجه بيله شوې چې په ترڅ کې به يې سږ کال دغو چارو ته پاملرنه وشي.

دى وايي: (( هغه کارچې بايد لومړى ترسره کړو د سړکونو پخول دي ځکه خلک له ستونزو سره مخامخ دي، دويم د کابل ښار پاکول دي چې دا هم يوه لويه پروژه ده او موږ پرې کار کو چې څنگه د کابل ښار له کثافاتو پاک کړو.

همدارنگه د کابل ښار د کاناليزسيون په اړه موږ څو وړانديزونه تر لاسه کړي چې بايد پرې غور وشي. اوس مو ستونزه دا ده چې په کابل کې که هر څومره ډير کارو وکړو خو بيا هم نه معلوميږي.))

کابل
کابل ښار له سره د ٦٠٠٠٠٠ اوسېدونکو لپاره جوړ شوى دى، خو اوس پکې همدومره گاډي گرځي

دا يوازې کثافات نه دي چې د کابل په چاپيريال يې منفي اغيز کړى بلکې
په ځينو لويو ښارونو کې د کارخانو او موټرونو لوگيو هم د هوا په ککړتيا کې مهم رول لوبولى دى.

د افغانستان د چاپيرساتنې د ادارې مشرمصطفى ظاهر وايي که څه هم په پلازمېنې کابل کې يې د لسگونو کارخانو او نانوايانو خاوندانو ته خبر دارى ورکړى چې پلاستيک يا دا ډول نور مواد دې نه سوځوي خو دغه اداره وايي چې اوس هم له نيمايي زياتې کارخانې له داسې موادو نه گټه اخلي.

ښاغلي ظاهر بي بي سي ته وويل: (( نژدې ٥٠٠ نانوايانې چې موږ سروې کړي زموږ او ښاروالې په وړانديز يې د سوند د موادو سيستم په غازو بدل کړى. له دې وړاندې دغو نانوايانو د موټرو ټيرونه، پلاستيک او ارچه لرگي چې د چاپيريال په ککړتيا کې مهمه ونډه لري سوځول. خو اوس هم له نيمايي زيات نانوايان دا ډول توکي سوځوي.))

ښاغلى ظاهر وايي په کابل کې د دوى سروې ښيې چې په سلو کې ٧٥ د هوا د ککړتيا لامل د ډيزلي زړو موټرو کارول دي چې ډېر لوگي توليدوي.

د ا فغانستان د ښاري پراختيا وزارت وايي دوى غواړي چې د کابل په شاوخوا سيمو کې ښارگوټي جوړ کړي چې په مرکز کې د خلکو د ډيرې گڼې گوڼې مخه ونيسي.

همدارنگه د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي له راتلونکي مياشتې څخه به د چاپيريال ساتنې نوى جوړ شوى قانون په ټول افغانستان کې پلى کړي او په دې اړه به ځينې پروگرامونه په وړکتونونو،ښونځيو او پوهنتونو کې تر سره کړي چې د پلازمينې کابل په گډون د افغانستان په ځينو نورو لويو ښارونو کې د چاپيريال د ککړيدو مخه ونيسي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت