|
مکرويان: د کابل تر ټولو گڼ مېشتى گوټ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د مکرويانونو د بلاکونو پر بيارغونه د چارواکو په وينا په تېرو پنځو کلونو کې په ميليونونو ډالر لگيدلي دي. خو اوسيدونکي يې وايي د دوى يوازې ځينې ستونزې حل شوي او ډېرڅه لا پاتې دي. د مکرويانو بلاکونه په ټوليز ډول د٦٠٠٠٠ کسانو لپاره جوړ شوي، خو اوس دغلته د چارواکو په وينا شاوخوا ٢٥٠٠٠٠ کسان اوسيږي. مکرويان د پخواني شوروي اتحاد په مرسته نژدې پنځه لسيزې وړاندې جوړ شوى و چې د خپل وخت تر ټولو نوي استوگنځايونه بلل کيدل. د زړو مکرويانونو د بلاکونو ترمنځ پر عمومي لارو ځينې تنکي ځوانان فوټبال کوي. يو تنکى ځوان، اميد، وايي په مکرويانونو کې د تفريحي ځايونود نشتوالي له امله پر دغې لارې لوبې کوي. هغه وايي: ((دلته چمن ، ميدان او وسايل نشته چې فوټبال وکړو نو ځکه پر دغې لارې فوټبال کوم.)) له گڼو ستونزو سره- سره د مکرويان سيمه په پلازمينه کابل کې د نورو ځايونو په پرتله خورا خوندي او پيژندل شوې سيمه گڼل کيږي. دا ځايونه په پيل کې يوازې حکومتي مامورينو ته په اوږد مهالي پورورکول کېدل، خو وروسته- وروسته لاس په لاس شول او اوس يې خلک په کرايه هم ورکوي. په دغه ځاى کې د يوه اپارتمان د کرايې بيه سلگونو امريکايي ډالرو ته رسيږي. په مکرويانونو کې د کورونود معاملو د لارښونې د د فتر مشر وايي دلته د اپارتمانونو کرايې له يو بله توپير لري. هغه وايي: (( موږ دوه،درې او څلور خونې اپارتمانونه لرو. د دوو خونو اپارتمانونو د کرايې بيه ٢٥٠امريکايي ډالره ده. په مکرويانونو کې د اپارتمانونو بيې د موقعيت او پوړونو له اړخه له يوبله توپيرلري. درې خونيز اپارتمانونه له ٣٠٠ امريکايي ډالرو څخه بيا تر٤٠٠ او څلور خونيز اپارتمانونه له ٤٠٠ ډالرو څخه بيا تر ٥٠٠ امريکايي ډالرو رسيږي.)) که څه هم د ميليونونو ډالرو په لگښت په دې وروستيو کې د مکرويانونو د بلاکونو مرکز گرمۍ ، برېښنا او د اوبو رسولو سيستمونه رغول شوي، خو ځينې کورنۍ د رغول شويو سيستمونو له نميگړتيا وو سرټکوي. د لومړي مکرويان يو اوسيدونکى چې د نوم له اخيستو ډ ډه کوي د ځينو ستونزو يادونه کوي: (( برېښنا نشته ، مرکزگرمۍ تودې نه دي خلک ټول له ستونزو سره مخامخ دي. کله چې حکومت ته ورشو نو وايي چې موږ بوديجه نه لرو. د اپارتمانونو تشنابونو ته کموتونه، کاشي تيږې او نل ليکې چې ټول خراب شوي او اوبه ورڅخه د باندې وځي اړتيا لرو.)) د دغو ټولو ستونزو سره- سره په مکرويانونو کې د عمومي واټونو او وړولارو خرابوالى ، د تفريحي پارکونو نشتوالى او د خاوروخځلو لپاره د مناسبو ځايونو کموالى هغه څه دي چې اوسيدونکي يې له امله شکايت لري. د سيمې ځينې اوسيدونکي وايي د غه بلاکونه څو لسيزې پخوا جوړ شوي چې اوس يې ډيرى اپارتمانونه او لارې زاړۀ شوي او په ټوليز ډول بيارغونې ته اړتيا لري. د زړو مکرويان اوسيدونکى سردار عبادي وايي مکرويانونه بايد بيا ورغول شي. هغه بي بي سي ته وويل: (( لارې او پارکونه يې خراب دي، بامونه يې څاڅې په ټوليز ډول په سلو کې ٨٠ د مکرويان بلاکونه بيارغونې ته اړتيا لري)) افغان چارواکي په مکرويانونو کې ځينې ستونزې مني او په ځينو سيمو کې يې د رغولو چارې هم پيل کړي، خو دوى وايي هلته گڼ شمير کسان اوسيږي چې نه يوازې يې په چاپيريال بلکې پر نورو برخو يې هم منفي اغيزکړى دى. د مکرويانونو د چاپيريال ساتنې د ادارې مشر او د ښاري پراختيا د وزارت سلاکار وزير حبيب الله اصغري د همدې نظر خاوند دى. هغه وايي: (( په اصل کې دا د ٥٠٠٠٠ – ٦٠٠٠٠ کسانو لپاره جوړ شوي اما اوس د کډواليو په ترڅ کې په يوه اپارتمان کې ١٠ کسه اوسيږي. نو که چيرې تاسو محاسبه کړې له ٢٠٠٠٠٠ څخه زيات کسان په مکرويانو کې اوسيږي چې پرلارو، خدماتو کثافاتو او کاناليزاسيون منفي اغيز کوي.)) ښاغلى اصغري وايي د ترو لسيزو جگړو په ترڅ کې مکرويانونو ته پاملرنه نه وه شوې، بلاکونه او پرتې لارې خرابې شوې وې چې اوس يې ورو-ورو پرې د بيار غونې چارې پيل کړي دي. کابل چې د چارواکو په وينا په سلگونو زرو استوگنځايونو ته اړتيا لري، د اوسيدونکو په وينايې د مکرويانونو په څير ځايونو ته بايد ځانگړى پام وشي. | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل واټونه نوم پيدا کوي . 06 دسمبر, 2005 | خبرونه د کابل په څرخي زندان کې څه تير شوي ؟07 مارچ, 2007 | خبرونه د يوې نيمې پيړۍ پخوا افغانستان په انځورونو کې17 جنوري, 2007 | خبرونه په کابل کې واوره ، انځوريز رپوټ26 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||