BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:16 گرينويچ 2006 ,28 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره نوې پروژې لري

چاپيريال
د چاپيريال ساتنې اداره وايي : د دې لپاره چې ځنگلونه له منځه ولاړ نه شي، او د وحشي مرغان او څارويود ښکار مخنيوى مو کړى وي غواړو په يو شمير ولايتونوکې د سيمټو او گاډرو وړې کارخانې جوړې کړو .
په افغانستان کې د چاپيريال ساتنې اداره وايي دوى د چاپيريال زرغون ساتنې په موخه غواړي په سلگونو ټولگټې پروژې د دغه هيواد په يو شمير ولايتونو کې پلي کړي.

د دغې ادارې مرستيال دوست محمد امين نن د چاپيريال ساتنې د تگلارې د ارزولو په ورکشاپ کې دغه مطلب ته په اشارې سره وويل د ځينو پروژو د ارزولو په موخه يې يوشمير کارپوهان پلازمينې کابل ته بللي دي.

هغه د دغو پروژو د پلي کيدو پر وړاندې يوازنى خند د پيسو نشتوالى گڼي او وايي د پيسو په ترلاسه کولو به ډير ژر د دغو پروژو کار پيل شي.

په افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره وايي د چاپيريال د ښه کيدو په موخه يې ځيني گامونه اخيستي او په دې برخه کې د زياتو هڅو لپاره غواړي په يو شمير ولايتونوکې ځينې ټولگټې پروژې پلي کړي.

دغه خبره د چاپيريال ساتنې په جوړ شوي ورکشاپ کې د دغې ادارې مرستيال دوست محمد امين راپورته کړه.

ښاغلي امين وويل په هغو ولايتونو کې دغه ټولگټې پروژې پلي کوي چې طبعي زيرمې ولري.

(( د دې لپاره چې ځنگلونه له منځه ولاړ نه شي، او د وحشي مرغان او څارويود ښکار مخنيوى مو کړى وي غواړو په يو شمير ولايتونوکې د سيمټو او گاډرو وړې کارخانې جوړې کړو . د دغو کارخانو په جوړيدو سره به هم د سيمې اوسيدونکو ته معيشت بديل کار پيداشي او هم به د لرگيو پرځاى خپلو کورونو کې له گاډراو سيمټو څخه استفاده وکړي. د دغو پروژو ترڅنگ په پام کې لرو ځينې د غاليو ابدلو او د وريښمو د چونجيو پروژې هم جوړ کړو ))

ښاغلي امين زياته کړه د چاپيريال ساتنې د نوي جوړ شوي قانون پر بنسټ يې له يو شمير اړوندو وزارتونو څخه غوښتي چې د چاپيريال په ساتنه کې له دغې ادارې سره مرسته وکړي.

ښاغلى امين په افغانستان کې د چاپيريال د خرابوالي مهم لاملونه په دغه هيواد کې د خلکو اقتصادي ستونزې،ناپوهي،وچکالي،جگړه او د قانون نه پلي کيدل په گوته کوي.

هغه وويل د تيرو دوو لسيزو جگړو له امله د افغانستان له نيمايي څخه زيات څاروي،مرغان او ځنگلونه له منځه تللي خو دغه اداره يې د بياروزلو غوښتنه لري.

د چاپيريال ساتنې د ادارې مرستيال زياته کړه د چاپيريال د ښه کيدو په موخه د ولسمشر حامد کرزي له لوري نوى قانو ن توشيح شوى او خلکو ته بايد د جوماتونو له لارې د چاپيريال ساتنې په اړه لارښونه وشي.

دوست محمد امين په افغانستان کې د هوا ککړتيا د انديښنې وړ وبلله او وې ويل په روان ورکشاپ کې به د يو شمير نورو پروژو د ارزولو ترڅنگ په دې اړه هم سلامشورې وشي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت