 | | | نړيوال د داسې انرژۍ په لټه کې دي چې چاپيريال ته زيان ونه رسوي . |
د ٢٠ هيوادونو د سون د توکو او چاپيريال وزيران په لندن کې دي چې د چاپيريال د بدلون په يوه ستونزمنه خبره غور وکړي . دوى دا گوري چې په څه ډول د پرمخ تلونکو هيوادونو د شنه کور د گازو اندازه داسې کمه کړي چې د هغوى وده له خنډ سره مخامخ نه کړي. په ځانگړي ډول چين او هند د گازو د کمولو کومې موخې ځان ته نه دي ټاکلي. د برتانيا د چاپيريال وزيرې چې ددغې غونډې مشري کوي، دچين سره د تړون هرکلى وکړ چې د هغې له مخې به داسې تکنالوژي ته وده ورکول کېږي چې په هغې به کاربن ډاى اکسايد رانيول کېږي چې کولاى شي د شنه کور د گازو څخه پرته،برېښنا توليد کړي. خو د هغې مخالفين وايي ترهغو چې مخ په ودې هيوادونه ځانته موخې ونه ټاکي نو د چاپيريال بدلون به خورا چټک شي. |