|
هيلري کلنتن د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديده شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د متحدو ايالاتو د ديموکرات گوند د مشرانو جرگې غړې او د پخواني ولسمشر بېل کلنتن ميرمن هيلري کلنتن اعلان کړى دى چې دا به د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کانديده وي . که چيرې د خپل گوند له خوا ومنل شي او يا هم په ټاکنو کې بريالۍ شي په دواړو حالاتو کې به دا د متحدو ايالاتو لومړنۍ ښځه وي چې دغه ډول مقام ته کانديديږي يا بريالۍ کيږي . د ميرمن کلنتن سياسي ژوند ته په دې انځورونو کې کتنه کوو :
د ميرمن کلنتن او ښاغلي کلنتن ودنى ژوند خوږ خو له ستونزو ډک و . د مانيکا لوينسکي قضيې د دوى پر وادۀ بده اغيزه وکړه ، بيل کلنتن په خپلو خاطراتو کې ليکي چې تر څه وخته يې ميرمن ورسره په يوه خونه کې نه ويدېده .
خو له بېل کلنتن سره ټول ژوند تريخ هم نه و ، هيلري د بيل کلنتن په ستاينو نه مړيږي او د ښو ورځو شپو په يادولو يې خولۀ له خندا نه سره ټوليږي
د بيل کلنتن او هيلري کلنتن يوازينى اولاد د دوى لور چلسي ده چې دواړه ورڅخه ښې هيلي لري ، ځينې آن دا وايي چې ښايي چلسي هم يوه ورځ د مور و پلار په پلۀ پل کيږدي او سياست ته ورودانگي
کله چې هيلري د نيويارک له ايالت څخه د مشرانو جرگې ته ځان کانديد کړ او د رايو مرکز ته ورتله کورنۍ يې ورسره وه ، بيل کلنتن ولسمشر نه و خو د خپلې ميرمن لارښونه يې له خپلې لور سره کوله
هيلري کلنتن د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ځان کانديدولو پر وخت وويل (( د نړۍ د يوۀ درانۀ هيواد په توگه به د امريکا له لاسه تلونکى برم بيرته ترلاسه کوم ))
ميرمن کلنتن په عملي سياست کې پښه هاله کېښوده چې د نيويارک له ايالت څخه يې د مشرانو جرگې ته ځان کانديد کړ
که چيرې ميرمن کلنتن د ٢٠٠٨ کال په ټاکنو کې بريالۍ شي دا به لومړنۍ ښځه وي چې دغه وياړ ترلاسه کوي ، دغه راز به د يوۀ امريکايي ولسمشر لومړنۍ ميرمن هم وي چې سپينې ماڼۍ ته د واکمنې په توگه ورځي ، ډير په دې باور دي چې ميرمن کلنتن به بيا هم پر خپل خاوند ډيره تکيه کوي خو دا هغه خبره ده چې بيل کلنتن يې نه مني او وايي هيلري د خپل نظر او ليد لوري څښتنه ده
په امريکا کې د ښځو د حقونو غوښتونکي ښايي د ميرمن کلنتن پلوي واوسي ، فلمي ستورې کيت وينزليت هم يوه له هغو ښځو ښکاري چې ښايي د ميرمن هيلري کلنتن ترڅنگ ځان لکه د همدې عکس تل خوښ وويني |
ورسره تړلي نور خبرونه نړيوالو د ٢٠٠٧ کال راتگ ولمانځه01 جنوري, 2007 | خبرونه د اروپايي سندرو سيالي په انځورونو کې21 مۍ, 2006 | خبرونه ولسمشر کرزى په هند کې انځوريز رپوټ12 اپريل, 2006 | خبرونه برتانوۍ ملکې په استراليا کې د همگټو هيوادونو لوبې پرانيستلې15 مارچ, 2006 | خبرونه چارسدې ته د ولسمشر کرزي د سفر انځوريز رپوټ17 فبروري, 2006 | خبرونه د افغان پارلمان انځوريز رپورټ19 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||