BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:31 گرينويچ 2006 ,24 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا : د بمي بريدونو تلفات به کم کړو

امريکې د متحدو ايالتونو د سمندري ځواکونو يوه لوړ پوړي چارواکي اميرالبحر گيام بسټياني
ښاغلي بيسټياني ژمنه وکړه چې د ترهگرو بريونو د کمېدو په موخه خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکړي
د ايتلافي ځواکو نو چارواکو منلې چې دافغانستان په سويل او سويل ختيځو سيمو کې ځان مرگي بريدونه ډېر شوي دي .

د امريکې د متحدو ايالتونو د سمندري ځواکونو يوه لوړ پوړي چارواکي اميرالبحر گيام بسټياني ويلي په افغانستان کې د نړيوالو ايتلافي ځواکونو په وړاندې ځان مرگي بريدونه يوه ننگونه ده.

چې دده په وينا پکې معمولا د تلفاتو کچه پکې لوړه وي . دغه امريکايي پوځي چارواکي په ډاگه کړې چې د ترهگرو د بمي بريدونو دمخنيوي لپاره چې تر ډېره يې په خپله جوړوي نوي گامونه اخيستي .

د سمندري ځواکونو دغه مشرپه دې وروستيو کې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو نه لېد نه کړې او دهغوي پروړاندې پرتې ستونزې او ننگونې يې ارزولي دي .

ده په افغانستان او عراق کې د ترهگرو بريدونو دمخنيوي د ارزونې لپاره دکارپوهانو د يوې ډلې د لېږلو خبر هم ورکړ.

 دافغانستان په سويل او سويل ختيځو سيمو کې ځان مرگي بريدونه ډېر شوي دي چې يوه ننگونه ده
ايتلافي ځواکو نو چارواکي

دامريکاي پوځ چارواکى جيام بيسټياني وويل په افغانستان او عراق کې يې د ماينو نو دخطر نه د خپلو ځواکونو د ساتنې په موخه څه باندې ٣ ميليارده ډالره ځانگړي کړي چې د ماين پاکونې وسايل به پرې واخيستل شي .

او دداسې يوې ځانگړې ډلگۍ د جوړېدو خبريې ورکړ چې د ترهگرو پرلاس جوړ شوي ماينونه به شنډوي.

ښاغلي بيسټياني ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د ترهگرو بريونو د کمېدو په موخه خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکړي . خو داوس لپاره يې ددغو بريدونو د قربانيانو د شميرې د کمولو دهڅو يادونه وکړه .

دا څرگندونې پر داسې مهال کيږي چې دافغان دولت د مخالفينو بريدونه پرنړيوالو او افغان ځواکونو زيات شوي دي .يوازې کابل په تېره اونۍ کې د٤ ځان مرگو بريدونو شا هدوو چې په لسگونو کابل ښاريان افغان او بهرني ځواکونه پکې ټپيان او ووژل شول.

ورسره تړلي نور خبرونه
ستاسو غږ
24 نومبر, 2004 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت