BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2006 ,24 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په يوه نښته کې "٤٠" طالبان ووژل شول

ناټو پوځيان
افغانستان جنوب کې نږدي ٥٠٠٠ برتانياوي پوځيان د ناټو تر مشرى لاندى عمليات تر سره کوى
همدااوس د افغانستان په جنوب کې نږدي پنځه زره برتانوي پوځيان د ناټو تر مشرى لاندى عمليات تر سره کوى.

پدې وروستو اوونېو کې طالب جنگياليو، ددوى په وړاندى روان پوځى عملياتو په غبرگون کې سخت مقاومت وښوده چې د هلمند ولايت ستراتيژيکې سيمي په خپله ولکه کې ونيسي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په يوه نښته کې يي څلويښت طالب جنگيالي د هلمند ولايت په گريشک ولسوالې کې وژلې دي او په هوايي او ځمکنې بريدونو يي د دوي اډه ويجاړه کړې ده.

د ناټو ځواکونو وياند په تيرو څو ورځو کې د دوو نورو جلا پيښو معلومات هم خپاره کړل چې وايي درويشت طالب جنگيالي يي وژلې دي.

خو وسلوال طالبان وژل شوى کسان خپل ملگري نه بولې.

قارى يوسف احمدى چې ځان د طالبان وياند بولې اوښتى مرگ ژوبله د ولسى وگړو بولې او وايي چې ددوي کسان د کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت