BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:49 گرينويچ 2006 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کراچۍ چاودنې امريکايي ديپلومات وواژۀ

کراچۍ
دا چاودنه پاکستان ته د ولسمشر بوش تر ټاکل شوي سفر ايله دوه ورځې وړاندې شوى دى
د پاکستان په تر ټولو لوى ښار کراچۍ کې د متحدو ايالاتو کونسليټ ته نژدې په يوۀ ځانمرگي بريد کې نن د پنجشنبې په ورځ ( د کب ١١ د مارچ ٢ ) څلور کسان وژل شوي دي .

دغه چاودنه د سهار په ٩ بجې د يوۀ پنځه ستوري هوټل د موټر درولو يا پارکينگ په ځاى کې وشوه .

پوليس وايي بريد کوونکي له چاوديدونکو توکو څخه خپل موټر ډک کړى او چوولى دى .

په وژل شويو کسانو کې د امريکا د کونسليت يو پاکستانى کارکوونکى ، يو نيمه پوځي پاکستانى سرتيرى هم ياد شوي دي .

رپوټونه ښيي چې لږ تر لږه ٣٠ کسان په دغه بريد کې ټپيان شوي هم دي .

دا بريد په داسې وخت کې شوى دى چې پاکستان ته د ولسمشر جورج بوش سفر ته ايله دوه ورځې پاتې دي .

ولسمشر بوش چې اوس په هند کې دى د کراچۍ بريد غندلى دى . پاکستاني چارواکو هم په يوۀ خپارۀ کړي بيان کې دغه چاودنه غندلې ده .

ښاغلي بوش ويلي دغه چاودنه به پاکستان ته د دۀ د سفر مخه ونه نيسي . دۀ وويل چې له پاکستاني چارواکو سره به د ترهگرۍ پر ضد پر روانې مبارزې خبرې وکړي .

پاکستاني چارواکو له وژل شويو کسانو سره خواخوږي ښوولې او هوډ يې کړى دى چې مسوول کسان به نيسي او محکمې ته به يې راکاږي .

پاکستاني چارواکي وايي چې د چاودنې په باب يې پلټنې پيل کړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
مشرف له چينه بخښنه وغوښته
21 فبروري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت