BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:53 گرينويچ 2004 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د جېش المسلمين د مشر نيول تاييد کړل
News image
په کراچۍ کې د اکبر اغا نيول حيرانونکي و

پاکستاني حکومت هغه رپورټونه ومنل چې د جېش المسلمين د اورپکې ډلې د مشر سيد اکبر اغا د نيولو په باب و .

دسيد اکبر اغا نيونه، د پاکستاني چارواکوتر ټولويه لاسته راوړنه ده.

د جېش المسلمين دغه توندلارى مشر، په کراچۍ کې په يوه اپارتمان باندې دامنيتي ځواکونو د يرغل په مهال ونيول شو.

د هغه د کورنۍ يو شمېر غړي هم ونيول شول او چارواکو وويل چې وروسته يې مېرمن او ماشومان خوشې شول.

ډېر داسې باور کېده چې اکبر اغا په افغانستان کې د ننه فعاليت کاوه او د کراچۍ په ښار کې د هغه نېونه يوڅه حيرانونکې وه .

افغان حکومت د دغې نيونې هرکلى کړى دى .

چارواکو په دې راپورونو له تبصرې څخه ډډه وکړه چې ويل يې هغه ددغې ډلې د يوه پخواني غړي د راپور په نتيجه کې نيول شوى دى.

 د اکبر اغا نيونه جېش المسلمين ته لوى گوزار دى
پاکستاني امنيتي چارواکي

دوى وايي امنيتي چارواکي له اکبر اغا څخه په پاکستان کې ددغې ډلې د نورو غړو د شته والي د شونتيا په اړه پوښتنې گروېږنې کوي.

امنيتي چارواکي باور لري چې د هغه نيونه جيش المسملين ته لوى گزار دى چې په افغانستان کې د يو شمېر بهرنيو مرستندويو کارکوونکو په تښتونو کې ښکېل و.

داسې باور دې چې جېش المسلمين له طالبانو جلا شوې ډله ده . دوى په افغانستان کې له فعاليته پرته په دې هم تورن دي چې د سرحد په سېمو کې د حکومتي ځواکونو پرضد په يو شمېر يرغلونو کې هم ښکېل وۀ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت