BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:41 گرينويچ 2006 ,17 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : ولي خان د ټولو پښتنو مشر دى
 کرزى
ولسمشر کرزي په چارسدې کې د عوامي نشنل گوند مشرتابۀ ته وويل (( موږ له يو بله جلا نه يو ، زموږ ژوند او برخليک يو دى ))
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن د جمعې په ورځ ( د سلواغې ٢٨ د فبروري ١٧ ) پېښور ته نژدې چارسدې ته ولاړ او هلته يې دپښتنو د ملتپال مشر خان عبدالولي خان فاتحه وکړه چې درې اوونۍ دمخه وفات شوى و.

له ولسمشر کرزي سره گڼ شمير وزيران او نور لوړ پوړي افغان چارواکي د چارسدې ولي باغ ته ولاړل . ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې ولي خان د ټولو پښتنو مشر وبالۀ .

د عوامي نشنل گوند اوسني مشر او د وليخان زوى اسفنديار ولي خان ولسمشر کرزي ته د هرکلي پر مهال وويل چې دوى اوس هم د لر او بر پښتانه په اړه د وليخان پر سياسي نظريو ټينگ دي.

ولسمشر کرزي په چارسدې کې د عوامي نشنل گوند مشرتابۀ ته وويل (( موږ له يو بله جلا نه يو ، زموږ ژوند او برخليک يو دى ))

ولسمشر کرزي د خبريالانو ځينې پوښتنې هم ځواب کړې .

په افغانستان کې د بيا پخلاينې د بهير په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې افغان ولسمشر وويل چې دغه هڅه له پيل راهيسې په لږ وخت کې خورا بريالۍ وه او تر زرو طالبان د حکومت لوري ته ور اوښتي او د هيواد په چارو کې ونډه اخلي.

ښاغلي کرزي وويل ملا عمر د پخلاينې په بهير کې نشي راتلى، ځکه چې د هغه په وينا يې هم افغانستان او هم اسلام ته ډېر زيان رسولى دى او بايد محاکمه شي.

افغان مشر د پاکستان هغه وړانديز يو ځل بيا رد کړ چې وايي د ډيورنډ پر کرښه دې اغزن تارونه وغځول شي . د هغه په باور دغه ډول تارونه د غليمانو ترمنځ تاوېږي او موږ دوستان يو. خو هغه زياته کړه چې که موخه د ترهگرۍ مخنيوى وي نور وسايل ورته په کار دي.

دۀ دا تور هم رد کړ چې گواکې د بلوچستان په ايالت کې له بلوڅو مقاومت کوونکو سره يو درېيم هيواد د افغانستان له خاورې نه مرسته کوي، چې هند ته اشاره ده.

ولسمشر کرزي ډاډ ورکړ ، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له لوري نورو ته ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان ولسمشر وويل د دۀ هيواد د لاسوهنو درد ليدلى دى او بل څوک به پرېنږدي چې د هغه په ورور او دوست هيواد کې لاس ووهي. خو هغه غوښتنه وکړه چې نور دې هم په افغانستان کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

وروسته حامد کرزى د عوامي نشنل گوند له مشرانو سره د فقيد ولي خان قبر ته ولاړ او د گلانو گېډۍ يې پرې کېښوده.

د سرحد په ايالت کې پښتنو سياستوالو د حامد کرزي د ورتگ هرکلى کړى دى او هغه يې د دواړو لورو د اړيکو په ټينگښت کې يو مهم گام بللى دى .

د خان عبدالغفار خان زوى عبدالولي خان د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ د چارسدې په ولي باغ کې خاورو ته سپارل شوى و .

د ولي خان په جنازه کې په زرگونو کسانو برخه اخيستې وه چې د افغانستان يو پلاوى هم پکې و .

د دې پلاوي مشري د ولسمشر کرزي مرستيال کريم خليلي کوله .

د افغانستان پر مرستيال ولسمشر سربيره د ولسي جرگې مرستيال ريس عارف نورزي ، د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزي او د اسلامي جمعيت مشر برهان الدين رباني هم د جنازې په لمانځه کې برخه اخيستې وه . خپله ولسمشر کرزى هغه مهال د اروپا په سفر بوخت و .

ورسره تړلي نور خبرونه
ولي خان خاورو ته وسپارل شو
27 جنوري, 2006 | خبرونه
ولي خان د ٨٩ کالو په عمر ومړ
26 جنوري, 2006 | خبرونه
د ولي خان ژوند او سياست
26 جنوري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت