|
د اروپايي فوتبال اتلوليو د غوراوي مهال وېش اعلان شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٨ کال فوټبال اتلوليو کې د برخې اخيستو د وياړ ترلاسه کولو لپاره د غوراوي د لوبو مهال وېش نن ( د سلواغې ٧ د جنوري ٢٧ ) اعلان شو . د ٢٠٠٨ کال د اروپا د فوټبال اتلوليو لوبې به په سويس او اتريش کې ترسره کيږي . د غوراوي په لوبو کې به د اروپا د لويې وچې ٥٠ هيوادونه په ٧ گروپونو کې سره سيالي کوي چې د هر گروپ گټونکى او دويم نمبر راغلى هيواد به پکې غوره کيږي . سويس او اتريش د کوربنو په توگه واردمخه په سياليو کې د گډون حق ترلاسه کړى دى . په اوو گروپونو کې تر ټولو گران بي گروپ گڼل کيږي . په دغه ډله کې د ١٩٩٨ کال د نړيوالو اتلويو او په ٢٠٠٠ کال کې د اروپايي اتلوليو اتل هيواد فرانسه او د نړيوالو اتلويو او اروپايي اتلوليو يوه بله پخوانۍ اتله ايټاليا سره يو بل ته مخامخ دي . په بي گروپ کې به له فرانسې او ايټاليا سره د غوراوي په لوبو کې اوکراين ، سکاټلنډ ، ليتوانيا ، گورجستان او فيرو ټاپوگان بخت ازمويي . د اروپا د ٢٠٠٤ کال اتل هيواد يونان په سي گروپ کې له خپل پخواني سيال ترکيې سره مخامخ شوى دى . په ډى گروپ کې جرمني له چيک جمهوريت سره ، په اې گروپ کې پرتگال له پولنډ سره ، په اي گروپ کې انگلستان له روسيې او کرويشيا سره ، په ايف کې سويډن او اسپانيا او په جي گروپ کې هالند او رومانيا هغه هيوادونه دي چې د برياليتوب ډيره هيله لري . | ورسره تړلي نور خبرونه انگلستان د ملي لوبډلې روزونکى به کار پريږدي24 جنوري, 2006 | خبرونه رونالدينيو د نړۍ تر ټولو تکړه فوتبال لوبغاړى وبلل شو20 دسمبر, 2005 | خبرونه انگلستان د ٢٠١٨ کال نړيوالې فوټبال اتلولۍ غواړي17 سپتمبر, 2005 | خبرونه فوټبال ستورى جورج بيسټ ومړ25 نومبر, 2005 | خبرونه د فوټبال نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې ختمې شوې17 نومبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو انځوريز رپورټ03 نومبر, 2005 | خبرونه انگلستان اتريش ته ماتې ورکړه 08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||