BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:12 گرينويچ 2006 ,24 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انگلستان د ملي لوبډلې روزونکى به کار پريږدي
ايرکسن
د انگلستان په روزونکي ايرکسن له څه وخته تورونه وو چې له نړيوالو اتلوليو وروسته به له دندې تيريږي .
د انگلستان د فوټبال ټولنې ويلي چې د ملي لوبډلې روزونکى سيون گوران ايرکسن به د سږ کال له نړيوالو اتلوليو وروسته د دواړو غاړو په خوښه له کاره گوښه کيږي . دا اعلان تر هغه وروسته وشو چې د رپورټونو ترمخه دۀ د فوټبال لوبې په لوړ کچ کې د درغليو د شته والي ادعا کړې وه .

د فوټبال ټولنې وويل دا اعلان اوس ځکه کيږي چې د ښاغلي ايرکسن د راتلونکي په باب د مياشتو مياشتو گنگوسې او اټکلونه ختم شي .

دغو گنگوسو ښايي په جرمني کې د نړيوالو اتلوليو لپاره د انگلستان پر چمتووالي اغيز کړى واى .

د يکشنبه په ورځ د برتانيا يوې ورځپاڼې ادعا وکړه چې په دوبۍ کې له يوۀ پټ خبريال سره ښاغلي ايرکسن او د دۀ ايجنټ د انگلستان درې مخکښې فوټبال لوبډلې يادې کړې وې چې وايي د لوبغاړو د اخيستلو پر وخت د قانون خلاف پيسې ورکوي .

بل پلو په مصر کې د افريقا د لويې وچې په فوټبال اتلوليو کې په څلورمه ورځ نايجيريا گانا ته يو صفر ماتې ورکړه .

د نايجيريا يوازينى گول د لوبې په ٨٥ دقيقې کې مدافع لوبغاړي تاييي تايوو وکړ . د ډي گروپ په يوه بله لوبه کې سينيگال زمبابوې ته دوه صفر ماتې ورکړه .

ورسره تړلي نور خبرونه
انگلستان اتريش ته ماتې ورکړه
08 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت