|
د افريقا په فوټبال اتلوليو کې کامرون لوبه وگټله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افريقا د لويې وچې په فوټبال اتلوليو کې چې په مصر کې ترسره کيږي تيره شپه ( د سلواغې ١ د جنوري ٢١ ) عاج ساحل ، کامرون او د کانگو ديموکراتيک جمهوريت بري ترلاسه کړل . کانگو توگو ته په دوه صفر ماتې ورکولو خلم گوته په غاښ کړل ، کامرون انگولا ته درې يو ماتې ورکړه . د عاج ساحل له مراکش څخه لوبه يو صفر وگټله . د عاج ساحل لوبه په خپل هيواد کې د مينه والو له خوا تعقيبيده چې تيره اوونۍ پکې له سياسي کړکيچ سره په تړاو تاوتريخوالى روان وو . د دغو اتلوليو په لومړنۍ ورځ کوربه هيواد مصر لېبيا ته درې صفر ماتې ورکړه . دا د افريقا ٢٥ فوټبال اتلولۍ دي . د افريقا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ په هرو دوو کالو کې يو ځل ترسره کيږي . تير ځل دغه لوبې په تيونس کې وشوې چې پايلوبه هم د کوربه هيواد په برخه شوه . | ورسره تړلي نور خبرونه گانا سعودي عربستان ته په فوټبال لوبه کې ماتې ورکړه15 نومبر, 2005 | خبرونه د افريقا له لويې وچې څلور لوبډلې اتلوليو ته غوره شوې08 اکتوبر, 2005 | خبرونه فوټبال چارواکي د نسلپالنې پر ضد هڅې پيلوي01 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||