BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:30 گرينويچ 2005 ,01 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فوټبال چارواکي د نسلپالنې پر ضد هڅې پيلوي
مسينا
د عاج ساحل مدافع لوبغاړى مسينا په ايټاليا کې د لوبو پر وخت ژړا ته ورسيد .
د فوټبال د تنظيم اروپايي ټولنه – اويفا- وايي له ريفريانو يا لوبڅارانو غواړي چې د مينه والو له خوا د نژاد پالو چيغو د اورېدو پرمهال دې لوبې ودروي.

د اويفا مرستيال مشر، پير راون اومدال په بروکسل کې د اروپايي پارلمان غړو ته وويل چې اويفا دغه رازچمتو ده په خورا جدي حالاتو کې لوبډلې له اروپايي سياليو څخه وشړي.

تېره يکشنبه د عاج ساحل دفاع کوونکى مارک زورو چې د ايټاليا د سياليو په لومړي پړوا کې د مېسېنا لوبډلې لپاره لوبېده، د اينټر ميلان د مينه والو په چيغو ژړا ته ورسېده او گواښ يې کړى وو چې له لوبې نه به ووځي.

څو مياشتې وړاندې د اسپانيا او انگلستان ترمنځ په مادريد کې د فوټبال د يوې نړيوالې دوستانه لوبې په ترڅ کې د انگلستان د تور پوستيو لوبغاړو پر ضد نسل پالې غږونه وو چې وروسته بيا د اسپانيا فوټبال فدراسيون ته خبردارى ورکړل شو .

په اسپانيا کې د کلبونو ترمنځ لوبو کې هم نسل پالې غږونه اوريدل کيږي .

په انگلستان کې د ادسنل لوبډلې کپتان تيري هانري د نسل پالنې خلاف يو کمپاين پيل کړى او فکر کوي چې تر يوۀ ځايه په دې هڅو کې بريالى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت