|
تيونس د افريقا په فوټبال اتلوليو کې لوبه وگټله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افريقا د لويې وچې په فوتبال اتلوليو کې د تيرو اتلوليو اتل تيونس د سي گروپ په لومړنۍ لوبه کې زيمبيا ته څلور يو ماتې ورکړه . د تيونس برازيل الاصله گول وهونکي داس سانتوس درې گولونه وکړل . تيونس تيرې افريقايي اتلولۍ چې په خپله خاوره يې کيدې گټلې وې . د دغۀ گروپ په يوه بله لوبه کې گيانا سويلي افريقا ته دوه صفر ماتې ورکړه . سويلي افريقا به په ٢٠١٠ کال کې د نړيوالو فوټبال اتلوليو کوربه هيواد وي . ځينې کره کتونکي د سويلي افريقا د فوټبال پر وضعې نيوکې کوي او وايي چې دغه هيواد کې په خپله لويه وچه نه شي ځليدلى په نړيوال ډگر کې به څه وکړي . د شنبه په ورځ د عاج ساحل او د کانگو ديموکراتيک جمهوريت برياليتوبونه لرل . | ورسره تړلي نور خبرونه د افريقا په فوټبال اتلوليو کې کامرون لوبه وگټله22 جنوري, 2006 | خبرونه د افريقا له لويې وچې څلور لوبډلې اتلوليو ته غوره شوې08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||