|
رونالدينيو د نړۍ تر ټولو تکړه فوتبال لوبغاړى وبلل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برازيل د ملي لوبډلي ستوري رونالدينيو ته د ٢٠٠٥ کال لپاره د فوټبال د تر ټولو ښه لوبغاړي انعام ورکړل شو . دا دويم پرله پسې کال دى چې رونالدينيو دغه وياړ خپلوي . دى په همدې روانه مياشت کې د اروپا تر ټولو تکړه فوټبال لوبغاړى هم بلل شوى و . رونالدينيو د ملي لوبډلو د روزونکيو او کپتانانو په رايو کې ٩٦٠ رايې ترلاسه کړې . په دويم نمبر د انگلستان د ملي لوبډلې فرنک لمپارډ و چې ٤٢٩ رايې يې وموندلې . رونالدينيو وويل (( غواړم دغه وياړ له خپلې لوبډلې سره ( بارسلونا ) شريک کړم د لوبډلې له نورو لوبغاړو پرته ما دغه وياړ نه شواى ترلاسه کولى . )) رونالدينيو له خپلې کورنۍ او خداى پاکه هم مننه وکړه چې روغه سټه يې ورکړې او د دۀ په وينا يې د هغه څه کولو توان ورکړى دى چې تر هر څه ډير خوند ترې اخلي . په تيرو ١٠ کلونو کې دا پنځم ځل دى چې په نړۍ کې د کال تر ټولو ښه لوبغاړى د برازيل اوسيدونکى وي . | ورسره تړلي نور خبرونه د فوټبال کلبونو نړىواله اتلولي هم برزايلي لوبډلې وگټله18 دسمبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو فوتبال لوبډلو سيالان څرگند شو16 دسمبر, 2005 | خبرونه د فوټبال د نړيوالو اتلوليو مهالوېش اعلان شو10 دسمبر, 2005 | خبرونه د فوټبال نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې ختمې شوې17 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||