|
د اروپا د اتلو فوتبال لوبډلو سيالان څرگند شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اروپا د اتلو لوبډلو د اتلوليو په سياليو کې د دويم پړاو لوبو ته سيالان معلوم شوي دي . داسې ښکاري چې تر ټولو په زړۀ پورې لوبې به د انگلستان او اسپانيا د څلورو لوبډلو ترمنځ وي . د انگلستان اتل چلسي به د اسپانيا له اتل بارسلونا سره لوبه کوي . دوى تير کال هم د اروپا د اتلوليو په دويم پړاو کې لوبه کړې وه چې تر يوې خوندورې لوبې وروسته د چلسي په گټه پاى ته رسيدلې وه . د انگلستان بله لوبډله ارسنل به د اسپانيا له پياوړې لوبډلې ريال مادريد سره لوبه کوي . د تير کال اروپايي اتل ليورپول به د پرتگال له بنفيکا سره سيالي کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د سويلي اسيا پخواني اتل ته ماتې ورکړه12 دسمبر, 2005 | خبرونه د فوټبال د نړيوالو اتلوليو مهالوېش اعلان شو10 دسمبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو لوبډلو د اتلوليولوبې وشوې19 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||