BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:44 گرينويچ 2005 ,23 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ٢٠١٢ کال المپيک لوبې لندن هسې وگټلې
المپيک
لندن به په ٢٠١٢ کال کې د المپيک لوبو کوربه وي خو پاريس او مادريد ترې وړاندې وو
د المپيک د نړيوالې کمېټې يوۀ لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي لندن په ٢٠١٢ کال کې د المپيک لوبو د کوربانۀ توب حق په بخت ترلاسه کړ .

دغۀ چارواکي په ډاگه کړې ده چې په سينگاپور کې د ٢٠٠٥ کال په جولاى کې د رايو د شمير پر وخت يوه رايه چې د مادريد لپاره وه په تيروتنه پاريس ته ورکړل شوې .

که دغه تيروتنه نه واى شوې نو مادريد به له پاريس سره تر وروستي پړاو وړاندې برابر واى خو تر پاريس او لندنه په وروستي پړاو کې وړاندې کيدۀ .

الکس گيدي چې اسراييلى دى او د المپيک نړيوالې ټولنې يو لوړ پوړى غړى او د لندن د ٢٠١٢ کال لوبو لپاره د المپيک ټولنې له خوا همغږى کوونکى دى وايي دا تيروتنه د رايو په دريم پړاو کې ووشوه .

دۀ وويل په دغه پړاو کې لندن وړاندې و خو پاريس او مادريد ٣٣-٣١ پرله پسې وو .

که د مادريد يوه رايه پاريس ته نه واىى تللې او ورسره پاتې شوې واى نو هغوى دوه به سره برابر وو او په هغه حالت کې به د لندن ملاتړو مادريد ته رايه ورکوله ځکه چې ټول له پاريسه ډاريدل .

په دې توگه به مادريد بريالى واى خو دا هر هڅه د المپيک کمېتې د چارواکي په وينا اوس شوي او بخت له لندن سره ياري کړې ده .

په دريم پړاو کې د رايو د پايلو په باب ډير ځنډ شوى و ځکه چې يونان د خپلې رايې په برخه کې شکايت لارۀ .

هغه وخت داسې شک شوى و چې کوم هيواد په ځنډ رايه ورکړې ده خو اوس جوته شوه چې تيروتنې د غړيو هيوادونو نه وه .

د وروستي پړاو په رايو کې لندن له پاريسه ٥٤-٥٠ رايو بريالى وبلل شو .

د ٢٠١٢ کال لپاره د لندن ښار بولۍ ورکوونکيو وويل رايې پټې ورکړل شوې دي او اوس هسې هم اوبه له ورخه تيري دي .

د مادريد لپاره د بولۍ ورکوونکيو له ډلې يوۀ تن خواشيني وښووله چې د يوۀ کس تيروتنه د څو ميليوني ښار د کلونو زيار په اوبو وړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت