BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:08 گرينويچ 2005 ,08 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د لندن په چاودونو کې د وژل شوو کسانو شميره ٥٠ ته ورسيده
News image
ولسمشر کرزي وويل چې ولس يې ځان د لندن په درد کې شريک بولي
د بريتانيا پوليس وايي اوس لږ تر لږه پنځوس کسان معلوم شوي چې لندن کې د پنجشنبې ورځې په څلورو بمي بريدونو کې وژل شوي . او اووه سوه تنه نور ټپيان شوي، چې د ٢٢ يې حال خورا خراب بلل شوى دى.

د عدلي چارو کارپوهان د چاودنو له ځايونو څخه د شواهدو په را غونډولو بوخت دي. په يوۀ بس کې د چاودنې له امله رامنځته شوې وارني، د مړو پېژندل گران کړي دي.

د لندن د ښار د پوليسو مشر اين بلېر وويل داسې هېڅ نښه نشته چې دا بمونه دې د ځانمرگو بريدکونکو له خوا چوول شوي وي، خو هغه وويل چې شونتيا ېې هم نه شي رد ېدلى.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزير چارلس کلارک خبر دارى ورکړى چې کېدى نور بريدونه هم وشي. هغه وويل اوس دوي ټولې هڅې د بريد کونکو پر پېژندلو او محاکمې ته د هغو په راکاږلو ورټولې دي.

ښاغلې کلارک ومنله چې چارواکي د دغو بريدونو له پلان څخه هېڅ نه وه خبر، خو د دې پرېکړې ننگه يې وکړه چې امنيتي ادارو پلازمېنې ته د ورپېښ گواښ کچه ټيټه ارزولې وه.

ددغو بريدونو پراخه نړيواله غنده شوې ده. د جي اته مشرانو په سکاتلنډ کې په خپله سرمشريزه کې اعلان وکړ چې لندن کې بمي چاودنې هر ځاى کې پر متمدنو خلکو باندې يو بريد دى.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې محاکمې د بريد د عاملينو په راکاږلو کې همکاري وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وويل ولس يې، چې د ده په وينايي ، له کلونو ترهگر بريدونه گاللي، ځان د لندن په درد کې شريک بولي خو په افغانستان کې د طالبانو يوۀ وياند وويل د بريتانيا خلک د هغه څه له امله کړيږي چې ده د هغو د مشرانو ناوړه کړنې وبللې وياند په دغو بريدونو کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل.

د عراق لومړي وزير ابراهيم جعفري د خواخوږۍ په خپل پيغام کې وويل ټول هېوادونه بايد د ترهگرۍ پر گواښ د لاس بري کېدو لپاره گډې هلې ځلې وکړي.

د ايران دولتي راډيو د لندن چاودنې د اسدائيلو د استخباراتو د ادادې موساد کار گڼلى.

News image
د لندن تر ځمکي لاندې د اورگاډو بريد ځايونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت