|
د ٢٠١٢ کال د المپيک لوبو کوربه اعلان شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د داوطلبي د اوږدې پروسې نه وروسته د اولمپيک نړېوالې کمېټې اعلان کړيدى چى د٢٠١٢ اولمپيک نړېوالو لوبو سيالي به په لندن کى تر سره کېږى. دغه پرېکړه دورځې په پاى کې د نړېوالې اولمپيک کمېټې له خوا په سنگاپور کى وشوه. د اولمپيک دنړېوالې کميټې رئيس جک روگه وويل چى ټولو کانديدو هېوادونو کولاى شول چى دلوبو کور به شى خو يواځې يو گټونکي وى. وروستي انتخاب د د لندن او پاريس تر مينځ وو چى ويل کېدل پاريس به يي وگټى. د رايو ورکولو په لوړنيو پړاوونو کى مسکو، نيو يارک او مادريد سيالي په لومړنيو رايو کې باېلله.
پرېکړه وروسته لدى وشوه چى دهريوه ښار د ټاکلو مخکښو سيالو استازوپخپلو ښارونو کى دلوبو د جوړېدو لپاره خپل چمتووالي د کمېتې غړو ته وړاندې کړ. داعلان نه وروسته په مرکزي لندن کى راغوڼډ شوو خلکو په شور او زوگ سره ونمانځل شو خو په پاريس کى خلک ناهيلي شول. د بر تانيې د اولمپيک دکميټې مشر لارد کو وويل دا دزياتې خوشحالي ځاى دى مونږ خپل ډاډ دلاسه نهوو ورکړي . په لندن کى داولمپيک وروستي لوبې په کال ١٩٤٨ام کال کى جوړې شوې وى. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||