BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:45 گرينويچ 2005 ,05 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ٢٠١٢ کال المپيک لوبو د کوربانۀ توب منډې ترړې
Olympic 2012
د المپيک د لوبو د کوربانۀ توب غړي، فرانسه، انگلستان، روسيه، اسيانيا او متحدو ايالات
د ٢٠١٢ کال المپيک لوبو د کوربانۀ توب د دريځ ترلاسه کولو ته منډې ترړې خپلې وروستۍ څوکې يا اوج ته رسيدلي دي .

د دغو لوبو لپاره د فرانسې ، انگلستان ، روسيې ، اسپانيا پلازمينې او د متحدو ايالاتو د نيويارک ښار هڅه کوي . په دې اړه به پريکړه د چارشنبه په ورځ په سينگاپور کې وشي .

د برتانيا لومړى وزير توني بلير په سينگاپور کې دى او هڅه کوي چې د المپيک غړي هيوادونه وهڅوي چې د لندن لپاره رايه ورکړي . لندن په ١٩٤٨ کال کې په وروستي ځل د المپيک لوبو کوربه ښار و. خو دا ځل د فرانسې پلازمېنه پاريس د ټولو په گومان غوره ښار دى . پاريس له تيرو دولسو کلونو څخه هڅه کوي چې د المپيک لوبو کوربه ښار شي.

News image
د برتانيا لومړى وزير توني بلير په سينگاپور کې دى
فرانسې په ١٩٩٨ کال کې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو کوربه هيواد و او د ډيرو په گومان اوس د ٢٠١٢ کال لپاره د لوبو ډير لوبغالي تيار لري.

د چارشنبه په ورځ به د ټولو پنځو ښارونو استازي د ٤٥ دقيقو لپاره د خپلې بولۍ ښې برخې تشريح کوي او وروسته به د رايو په مټ جوتيږي چې کوم ښار د ٢٠١٢ کال د المپيک لوبو کوربه دى .

د هر هيواد د لوبو وتلي ستوري او نورې مهمې سټې د خپلو ښارونو په ننگه سينگاپور ته تللي او غواړي چې غړي هيوادونه وهڅوي.

د لندن لپاره د انگلستان وتلى فوټبال ستورى ديويد بيکهم ورغلى دى . بيکهم چې اوس د اسپانيا د ريال مادريد په فوټبال لوبډله کې لوبه کوي په ټوله نړۍ کې د انگلستان د تر ټولو وتلي لوبغاړي په نامۀ مشهور دى او په ځانگړې توگه په ختيځې اسيا کې ډير مينه وال لري . د اسپانيا له لورې د هغۀ هيواد ملکۀ ، د روسيې له خوا مشهوره جمناستيک لوبغاړې ارينا روديانا او د نيويارک له لورې د سوک بې سارى اتل محمد علي سينگاپور ته تللى دى.

د دغو لوبو د کورباڼه توب لپاره پنځو سرو ښارونو دوه دوه کاله تير کړي او هر يوۀ اوږدۀ او رنگين رپورټونه چمتو کړي چې د المپيک د ټولنې غړي قانه کړي او وروښيي چې د دوى ښار د دغو لوبو له عهدې وتلى شي.

تر ٢٠١٢ کال وړاندې المپيک لوبې به د چين په پلازمينه بيجينگ کې کيږي چې له څو ځلي ناکاميو وروسته بالاخر وتوانيد چې د دغو لوبو د کوربه په توگه بريالى شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت